Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکاکۍ هنر ته د هراتي نجونو د لېوالتیا زیاتوالی

د حکاکۍ له هنر سره د لېوالتیا له زیاتوالي سره، ځینې هراتي ښځې او نجونې له یوې شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې وروسته، د حکاکۍ هنر زده کړی دی.

دوی د چکش او سکنې په مرسته پر لرګیو، ډبرو او فلزاتو د انځورونو په کښلو سره بېلابېل زینتي توکي جوړوي.

دا مېرمنې او نجونې وايي، چې د حکاکۍ په پیل سره له یوې خوا له کورناستۍ خلاصې شوې او له بل خوا عاید ترلاسه کوي.

حکاکه ریحانه محمدي وايي:«زما په ژوند کې یې ډېر ارزښت درلود، دا هنر د دې لامل شو چې له کورناستۍ ژغورنه پیدا کړم ډېر فعالیت ولرم او د دې لامل شو چې زه عاید ولرم.»

بله حکاکه مدینه مطهرنیا هم څرګندوي:«موږ د عکس د قاب پر مخ، د کاغذي دستمال په ځای، په قلمدانۍ، د قران کریم د اېښود په ځای او پر مبایلونو حکاکي کوو.»

دا نجونې له میاشتو وزګارۍ او کورناستۍ وروسته په دې کار بوختې شوې دي. دوی وایي، خوښې دي چې له وزګارۍ خلاصې او دلته د عاید لرونکې دي.

حکاکه مریم احمدي وویل:«ښه حس لرم چې د دندې څېښتنه شوې یم او خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت کوم او همدارنګه عاید ولرم.»

بله حکاکه مژده نورزۍ هم وايي:«ډېرې خوشحاله یوو د دې لپاره که اوس مو دا دنده نه لرله د کور په کنج کې به ناستې وو او خپل مرګ به مو غوښته اوس دغه هنر زموږ لپاره ښه دی او عاید هم لري.»

د دې نجونو له ډلې یو شمېر یې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري. دوی وایي، په لاس جوړ شوي توکي یې په بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي.

د حکاکۍ د کارځای همغږی کوونکی جلیل احمد ارباب زاده وايي:«تر یوه بریده کولای شي چې له دغه هنر او پلورنو او تولیداتو سره چې لري یې د خپلې کورنۍ ځينې لګښتونه پوره کړي.»

حکاکي په هرات کې له لرغونو هنرونو څخه دی چې دا هنر شپږ سوه کاله وړاندې د تیموریانو له دورې په میراث پاتې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه