Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي د هغو ښوونځيو د بیارغونې غوښتونکي دي چې په دغه ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ویجاړ شوي دي.

دوی وايي چې ماشومان یې له زده کړو بې برخې شوي او اړتیا ده ښوونځي بېرته ورغول شي.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اسلم وايي:«دغه ښوونځی په تېره دوره کې ویجاړ شوی او اوس باید ورغول شي.»

د سنګین ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالمنیر هم څرګندوي:«موږ غواړو چې د تعلیم په برخه کې موږ ته خدمت وشي، د تعلیم په برخه کې هېچا موږ ته کار نه دی کړی، دلته دې ښوونځی جوړ شي او ښوونکي دې کار وکړي.»

هغه زده کوونکي چې له زده کړو بې برخې پاتې دي، وايي که چېرې ښوونځي یې ورغول شي بېرته ښوونې او روزنې ته به راستانه شي. 

زده کوونکې بی بی صفا وايي:«دغه ښوونځی دې بیاورغول شي، موږ درس ووایو او ډاکټرانې شوو.»

زده کوونکي قدرت الله هم وویل:«دغه ښوونځی دې بیاورغول شي چې موږ لیک لوست وکړو.»

ورته مهال بیا د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې د یو شمېر خیریه بنسټونو په مالي همکارۍ د هلمند جګړو ځپلو سیمو کې د ۳۶ بابو ښوونځیو ودانۍ ورغوي.

د هلمند پوهني ریاست رییس مولوي محمد عوض انصاري وايي:«موږ پلان لرو چې د «یونېسف» په همکارۍ ۳۶ ښوونځي چې په هر ښوونځي له ۱۵ تر ۲۰ زرو ډالرو لګښت راځي بیاورغوو.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې وروستیو جګړو د هلمند اوسېدونکي تر ډېره له زده کړو، روغتیايي خدمتونو او پرمختیايي خدمتونو څخه بې برخې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه