Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو کې د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان په وروستیو کې دې ولایت ته د سیلانیانو د ورتګ له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په خبره، په وروستیو شپږو میاشتې کې تر ۳۰ زیاتو بهرنیو او ۵۶۰۰ کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي او لرغونو ځایونو لېدنه کړې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر محمد مزمل هوتک وايي: «۳۳ کسان بهرني سیلانیان لرو، همدا راز، کورني سیلانیان لرو چې تقریباً ۵۶۰۰ کسان تر اوسه پورې د غزني د تاریخي منارونو، سردار غونډۍ، بالاحصار او غزني بېلابېلو زیارتونو، سنايي صاحب، سلطان محمود غزنوی، شمس العارفین او نورو زیارتونو څخه لېدنه کړې ده.»

د سیلانیانو یوه شپږ کسیزه ډله چې د کاناډا، ایټالیا او ټایلنډ هېوادونو اوسېدونکي دي؛ غزني ته راغلي او غواړي د دې ولایت له تاریخي بناوو لېدنه وکړي.

د کاناډا اوسېدونکې مري وايي: «ما غوښتل د غزني ولایت ټول تاریخي ځایونه او خلک ووینم او همداراز مې غوښتل د دغه ولایت له کلتور سره بلده شم.»

د اېټالیا اوسېدونکی واکس رومان وايي: «زه غزني ولایت ته راغلی یم او غواړم د دې ولایت لرغوني ځایونه وګورم او دا چې د دې ولایت اوسېدونکي زیات صمیمي دي، ډېر خوښ یم.»

د بهرنیو سیلانیانو تر څنګ دې د غزني ښار د لېدنې لپاره کورني سیلانیان هم ورغلي دي.

د غزني اوسېدونکی عبدالباسط عاصم وايي: «غزني یو لرغوني او تاریخي ښار دی چې زیات شمېر زیارتونه، منارونه او زیات شمېر تاریخي ابدات لري او د سیلانیانو لپاره ډېر مهم ځای دی.»

د جلال‌اباد اوسېدونکی سید حشمت روشن وايي: «دغه ځایونه چې جوړ شوي، ډېر ښایسته ځایونه او منظرې دي. خلک په‌کې انځورنه ویستل شي، خلک ورته ډېر زیات خوشالېږي.»

غزني ولایت د تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یونسکو له لوري د نړۍ د اسلامي پلازمېنې په توګه پېژندل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه