Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په لوګر ولایت کې د سېلابونو له کبله د بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزې

د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوي وایي، د ژمي موسم له رسېدو وړاندې باید دوی ته سرپناوې جوړې شي.

دا بېځایه شوي زیاتوي چې دا مهال په یخنۍ کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او ماشومان یې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي.

یوه بې‌ځایه شوی رویا وايي: «له دولت مو دا غوښتنه ده چې موږ ته سرپناه جوړ کړي، ځکه چې ژمی نږدی دی او ماشومانو مو نه‌شي کولای چې په سړه هوا کې وخت تېر کړي او اوس مو هم ماشومان سینه بغل شوي.»

یو بل زیانمن محمد نذیر وايي: «موږ له دولت هیله لرو چې زموږ دولت الحمدلله بډایه دی او موږ دې ځمکې راکړي او له نړیوالو موسسو غواړو چې زموږ د کورونو بیارغونه پیل کړي.»

ورته مهال د لوګر سیمه ییز مسوولان وایي، د دغو سېلاب ځپلو ستونزې یې د ریاست ولزرا له دفتر سره شریکې کړې دي.

د لوګر د طبیعی حوادثو د مبارزی امر قاری سعدالله بدر وايي: «ژمی راروان دی او هوا سړه شوې ده، هغوی باید یو خوندي ځای ته ولېږدول شي او کورنه دې ورته جوړ کړي.»

دا بې‌ځایه شوي وایي، ورځ د لمر تودوخې ته تېروي، خو د شپې له‌خوا د سړې هوا له امله په خیمو کې ژوند کول ناشوني دي او له همدې امله یې  ماشومان پر ناروغیو اخته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه