Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بغلان ولایت کې ولسي خبرې اترې وشوې

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت د خلکو د ستونزو د حل او د هېواد په بیارغونه کې د قومي مخورو او دیني عالمانو د رول په اړه ولسي خبرې اترې پیل کړې دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، اسلامي امارت د ښځو د شرعي حقونو ملاتړ کوي.

مولوي مصطفی اسدالله هاشم وايي: «دا خوځښتونه او غږونه چې پورته کوي، چا ورته ورکړي؟ اسلامي چې ښځو ته کوم حق ورکړ، موږ چمتو یوو چې د هغوی حق ورکړو.»

په همدې حال د دغه ولایت یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور وایي، حکومت باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

یو دیني عالم عبدالرحیم اخندزاده وايي: «د خلکو نظرونه واورئ او خپل نظرونه بیان کړئ او فکر پرې وکړئ چې کوم یو غوره دي.»

په‌دې تړاو جوړه شوې غونډه کې یو شمېر ګډونوالو د بغلان له اوسېدونکو وغوښتل، د هېواد په بیارغونه کې خپل رول ادا کړي.

یو بل دیني عالم مولوي لعل محمد وايي: «هر یو دې خپل تر وسې مرسته وکړي او هر کس دې تر خپلې وسې په خپل هېواد کې خدمت وکړي.»

د مرکزي بغلان د ځوانانو استازی مفتي عبدالملک وايي: «اراده وکړئ چې موږ خپله موخه پېژنو او په خپل عمر کې خپله موخه پېژنو او هغې ته ځان رسوو.»

د بغلان ولایت اوسېدونکي د ولسي خبرو اترو ترسره کول د هېواد بیارغونې، ملي یووالي او د خلکو نظرونو اورېدلو برخه کې ګټور بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه