Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراهي: ډېر ژر به د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانونونه نافذ شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانونونه خپاره او نافذ شي.

د دې وزارت نشراتي مرستیال په هرات کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په یادو قانونونو کې لږ بدلون راغلی او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې نافذ شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: «پخوانی قانون په لږ بدلون سره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی او له توشیح او تایید وروسته به ټولو رسنیو ته په اختیار کې ورکړل شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا ګام په هرات ولایت کې د خبریالانو له هرکلي سره مخ شوی دی. د خبریالانو په خبره، د قوانینو نه‌شتون د دوی رسنیز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي دي.

خبریال محسن کریمي وايي: «ډېره ښه ده چې په تېر حکومت کې کوم قوانین و، په‌دې حکومت کې هم نافذ شي.»

خبریاله مرجان وفا وايي: «ښه دی چې د قانون په چوکاټ کې کار وکړو او دا د خبریالانو لپاره هم ښه دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالانو ته هم اسانتیاوې رامنځ‌ته کوي.»

ورته مهال، د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي، ټولې حکومتي ادارې مکلفې دي چې د اړتیا وړ معلومات د خبریالانو او رسنیو په واک کې ورکړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وايي: «اطلاعاتو ته لاسرسی د رسنیو د حق تر څنګ د خلکو حق هم دی چې د کار پر مهال یې پلی کړي.»

په هرات کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول حبیب‌الله رحماني په‌دې اړه وايي: «په افغانستان په تېره هرات کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی، موږ د اقتصادي ستونزو له کبله ډېری کارکوونکو ته ځواب ورکړی دی.»

له دې سره سم د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ډاډ څرګندوي چې دا وزارت د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او زیاتوي، تمه ده د رسنیزو سرغړونو کمېسیون خپل فعالیتونه ولایاتو ته هم وغځوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه