Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې دیني عالمان: بریدونه د بې اتفاقۍ رامنځه کولو په پار کېږي

کندهار کې دیني عالمان او قومي مشران په کابل کې ورستیو بریدونو ته په نغوتې سره وايي، چې د یوه ځانګړي قوم پر وړاندي جګړه استخباراتي بڼه لري او دغه ډول بریدونه د افغانانو د جلاینې هڅه ده.

دیني عالمانو یادي څرګندونې په کندهار کې د ورورګلوۍ اوونۍ د لمانځغونډي پر مهال وکړې او پر اسلامي امارت يې غږ وکړ چې په لویو ښارونو کې دې د لویو جوماتونو او د ښوونیزو مرکزو امنیت ټینګ کړي.

په کندهار کې د اهل تشیع شورا رییس مولوي سردار محمد زاهدي وویل:«که چېرې تاسې راشئ او د مذهبونو ترمنځ د یووالي خبرې وکړئ هېڅوک به تاسو ونه هڅوي؛ خو که چېرې تاسې د اختلاف په هکله خبرې وکړئ. څو تنه به پٍیدا شي چې تاسې وهڅوي.»

ګډونوال زیاتوي چې دغو بریدونه باید قومي او مذهبي رنګ ورنه کړل شي.

قومي مشر سلطان محمد سلطاني وايي:«هغه برید چې څو ورځې مخکې د کاج په ښوونیز مرکز وشوه. زموږ ترمنځ د نفاق رامنځته کولو په پار شوې ده.»

د کندهار اوسېدونکی روح الله څرګندوي:«زموږ غوره والی د قوم او توکم پر بنسټ نه دی بلکې زموږ غوره والی د تقوا پر بنسټ دی.»

دیني عالمان او د کندهار اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د لویو جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو د امنیت ټینګښت ته دې لا پام ډېر کړي او د مذهبي او ژبني فکر خپرولو مخه دې ونیسي.

 دیني عالم مولوي فیض الحق مغفوري وايي:«زموږ هیله دا ده چې خپل یووالی او اتفاق وساتي او اجازه ور نه کړي چې زموږ ترمنځ بې اتقاقي رامنځته کړي.»

د کندهار اوسېدونکي شمس کامران هم څرګندوي:«د وروستیو بریدونو له رامنځته کېدو ټول افغانان غمجن شوي، دا په یوه ځانګړي قوم برید نه و دا پر افغانانو برید و.»

په هېواد کې وروستي بریدونه چې ډېر قربانیان یې اهل تشیع افغانان دي، دیني عالمان یې استخباراتي جګړه او د افغانانو د بېلتون هڅې بولي.
 
په کندهار کې د ورورګلوۍ اوونۍ د لمانځغونډي ګډونوال وايي دغو بریدونه باید قومي او مذهبي رنګ ورنه کړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه