Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فراه کې نږدې ۷۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

د فراه د پوهنې ریاست مسوولان وايي، کابو ۷۰ زره ماشومان په‌دې ولایت کې د ښوونکو د کمښت له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وايي: «۷۰ زره شاوخوا شاګردان لرو چې هغوی خواهش لري چې دیني ادارو او مکاتبو ته لاسرسی ولري، خو د استادانو د نه‌شتون له امله یا د نور پرسونل د نه‌شتون له امله هغوی بې‌درسه پاتې دي.»

له بلې خوا د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، که یې ماشومانو  ته د زده کړو زمینه برابره نه‌شي، دوی به له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.

د فراه اوسېدونکی شیخ احمد وايي: «باید درس ولولي او پرمختګ وکړي، څو د بریا لوړو څوکو ته ورسېږي.»

د فراه یو بل اوسېدونکی عبدالرازق وايي: «باید دیني او دا نور درسونه واوسي، ځکه زموږ خلک بې‌سواده ده، باید او تعلیم سواد زده‌کړي.»

له دې سره سم، په فراه کې یو شمېر قومي مشران له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

قومي مشر احمد شاه وايي: «موږ له مشرانو غواړو چې موږ ته مکتب او کلینیک جوړ کړي، له موږ سره دې وګوري او خلک دې راواستوي.»

قومي مشر عبدالصمد وايي: «زموږ اولادونه همداسې مایوسه دي، ښوونځي شته خو رسېدنه ورته نه‌کېږي.»

له دې مخکې د فراه د پوهنې ریاست ویلي چې په دې ولایت کې زرو تنو ښوونکو ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه