Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز کې له ایرانه اړول شویو هېوادوالو څخه د اخاذيو په تور د کسانو نیول

نیمروز کي د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې هوټل لرونکي او د مسافر وړونکو شرکتونو استازي، ایرانه له را اړول شویو مسافرو څخه زیاتې پیسې اخلي. د دوی په خبره، په دې تړاو یې څو تنه نیولي هم دي.

نیمروز کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوول عبدالرحیم حذیفه وايي:«هغه مسافر چې له ایرانه را اړول کېږي دلته لاس په لاس پلورل کېږي او په خپل واک کې نه دي او موږ د دغه کار د مخنیوي لپاره اقدام کړی دی.»

د نیمروز د ټرانسپورټ رییس عبدالواحد فاروق هم څرګندوي:«د موټر چلوونکو، مسافرو او د مسافر وړونکو شرکتونو ترمنځ یوه ستونزه ده چې موږ د هغه په هکله څېړنه او اقدام کړی دی.»

په همدې حال له ایرانه یو شمېر را اړول شوي مسافر وایي، چې له یوې خوا هوټل لرونکي پر دوی خواړه په لوړه بیه پلوري او له بلې خوا مسافر وړونکي شرکتونه د ټکټونو بیې څو برابره لوړوي.

له ایرانه را اړول شوی ناصر وویل:«په هر موټر کې ۳۰ تر ۳۵ افغانیو تفاوت راغلی دی چې د کار درنو جرمونو له موږ سره کړی دی چې استازو او هوټل لرونکو دا کار زموږ په حق کې کړی دی.»

بل خوا زرنج ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي له ایران څخه د را اړول شویو مسافرو په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

 موټر چلوونکی فرهاد وايي:«که چېرې استازی دی که هوټل لرونکی دی په تېر کې موږ له نیمروزه کابل ته په ۱۱، ۱۰ زره حتا ۹ او ۸ زره سفر کاوه.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه تنه په ناقانونه توګه ایران ته د تګ هڅه کوي، خو ډېری شمېر یې له نیولو وروسته بېرته زرنج ښار ته را اړول کېږي.

نیمروز کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین له مسافرو د اخاذیو د اخیستو په تور د څو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.

تصویر بندانگشتی

نیمروز کي د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې هوټل لرونکي او د مسافر وړونکو شرکتونو استازي، ایرانه له را اړول شویو مسافرو څخه زیاتې پیسې اخلي. د دوی په خبره، په دې تړاو یې څو تنه نیولي هم دي.

نیمروز کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوول عبدالرحیم حذیفه وايي:«هغه مسافر چې له ایرانه را اړول کېږي دلته لاس په لاس پلورل کېږي او په خپل واک کې نه دي او موږ د دغه کار د مخنیوي لپاره اقدام کړی دی.»

د نیمروز د ټرانسپورټ رییس عبدالواحد فاروق هم څرګندوي:«د موټر چلوونکو، مسافرو او د مسافر وړونکو شرکتونو ترمنځ یوه ستونزه ده چې موږ د هغه په هکله څېړنه او اقدام کړی دی.»

په همدې حال له ایرانه یو شمېر را اړول شوي مسافر وایي، چې له یوې خوا هوټل لرونکي پر دوی خواړه په لوړه بیه پلوري او له بلې خوا مسافر وړونکي شرکتونه د ټکټونو بیې څو برابره لوړوي.

له ایرانه را اړول شوی ناصر وویل:«په هر موټر کې ۳۰ تر ۳۵ افغانیو تفاوت راغلی دی چې د کار درنو جرمونو له موږ سره کړی دی چې استازو او هوټل لرونکو دا کار زموږ په حق کې کړی دی.»

بل خوا زرنج ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي له ایران څخه د را اړول شویو مسافرو په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

 موټر چلوونکی فرهاد وايي:«که چېرې استازی دی که هوټل لرونکی دی په تېر کې موږ له نیمروزه کابل ته په ۱۱، ۱۰ زره حتا ۹ او ۸ زره سفر کاوه.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه تنه په ناقانونه توګه ایران ته د تګ هڅه کوي، خو ډېری شمېر یې له نیولو وروسته بېرته زرنج ښار ته را اړول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه