Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څېړنې موندنې؛ په بغلان کې څه باندې ۱۴ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وایي، د یوه بهرني بنسټ له لوري د تازه سروې له مخې، په‌دې ولایت کې څه باندې څوارلس زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د تېر کال پر تله په‌دې شمېرو کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی دی.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو  رییس نصرالله پارسا وايي: «ماشومان باید په زده‌کړو بوخت وي، نه په درنو کارونو، موږ هڅه کوو چې د مرستندویه بنسټونو او حکومت له لارې یې له کورنیو سره مرسته وکړو.»

ورته مهال د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان دغو ماشومانو ته د خوراکي بستو ورکړه یوازینۍ حلاره بولي او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې دغو ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د څېړنې د موندلو له مخې، د دغو ماشومانو له ډلې یوازې دری زره یې مرکز پلخمري ښار کې سروې شوي دي چې ډېری یې له زده‌کړو هم محروم دي.

لس کلن دل آغا هغه یتیم ماشوم دی چې له خپلو دوو وروڼو سره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په پار پلخمري ښار کې په درنو کارونو بوخت دی.

په درنو کارونو بوخت ماشوم دل اغا وايي: «دوه ورورڼه لرم، یو یې بې‌روزګاره دی، بل یې په هوټل کې کار کوم، پلار مې مړ شوی دی.»

په درنو کارونو یو بل بوخت ماشوم محمد وايي: «زه هره ورځ کار کوم او څو روپۍ چې پیدا کړم، کور ته یې ورکوم.»

په درنو کارونو دا بوخت ماشومان چې یو شمېر یې د کار تر څنګ ښوونځي ته هم ځي، وایي چې د اوسني وضعیت په دوام سره د خپل راتلونکي په اړه ندېښمن دي.

په درنو کارونو بوخت ماشوم نبي الله وايي: «سهار چای چې وڅښم جومات ته ځم، له رخصتېدو وروسته کار ته ځم.»

په درنو کارونو بوخت ماشوم نقیب الله وايي: «پلار مې کار ته لېږي، که اجازه راکړي، درس وایم.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په درنو کارونو د بوختو ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره د دغو ماشومانو شمېر لا زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه