Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مزار شریف ښار سیلو له دېرش کلونو وروسته بیا فعالیت پیل کړ

د مزارشریف د مرکزي سیلو له بیا فعالېدو سره، د ښځو په ګډون ۴۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د مزارشریف د سیلو رییس احمد جاوېد صدیقي وايي:«په دغو څو ورځو کې ۴۰۰ تنه په کار بوخت شوي دي او کابو ۵۰ ښځو هم د کار لپاره نوملیکنه کړې ده.»

د مرکزي سیلو مسوولین وایي، چې هېواد کې غیر فعاله سیلوګانې بېرته فعاله کړي.

د هېواد د سیلوګانو عمومي رییس نصرت الله منصور څرګندوي:«که چېرې په ټول افغانستان کې د پنځو سیلوګانو ټولې برخې فعالې شي، که چېرې د ډوډۍ پخولو برخه وي، که ژرنده وي، او که چېرې د زېرمې برخه وي، نو د ملت لپاره د کار یوه زمینه برابرېږي.» 

ځينې هغه کسان چې تازه د مزارشریف په سیلو کې په کار ګومارل شوي دي، د دغې سیلو په پرانیستو او فعالېدو سره خوښ دي.

د مزارشریف سیلو کارکوونکي، فاروق وویل:«موږ چې اوس دلته کار کوو او هیله لرو چې د نورو هېوادوالو لپاره هم د کار زمینه برابره شي.»

 د مزارشریف د سیلو بل کارکوونکی نذیر هم وايي:«خوشحاله یم چې د کار زمینه راته برابره شوې ده او هیله لرم چې نور شرکتونه هم فعال شي.»

د بلخ سیمه ییز مسوولین وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.

د بلخ ولایت مرستیال نورالهادي ابو ادریس څرګنده کړه:«باید خپلې کارخونې فعالیت وکړي، خپل هر څه باید فعال کړو چې بهرنیو ته اړتیا نه وي.»

ټول هېواد کې پنځه سیلوګانې کابل، مزارشریف، هرات، کندهار او بغلان ولایتونو کې شتون لري. دا سیلوګانې پنځه برخې لري، چې د غنمو او اوړو د ساتلو ترڅنګ، ژرنده او د ډوډۍ په ګډون د کیک او کلچو  پخول پکې شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه