Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز قومي مشران: له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې کول د هېواد په ګټه نه‌دي

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د غوښتنو په دوام، دا ځل د نیمروز یو شمېر قومي مشران له سرپست حکومت غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته د نجونو د ښوونځي پرانېزي.

دوی زیاتوي، له ښوونځیو د نجونو محرومول د هېواد په ګټه نه‌دي.

قومي مشر عبدالرووف وايي: «اندېښنه لري چې راتلونکی به یې څه ډول وي، بهرني هېوادونه وګورئ کوم ځای ته ورسېدل او موږ وګوره کوم ځای ته ورسېدلو.»

یو بل قومي مشر عبدالظاهر عرب وايي: «د اسلام له مخې، علم او زده‌کړې منع نه‌دي، په همدې خاطر د یوه سپین‌ږیري په توګه له اسلامي امارت غواړو چې د ښوونځیو موضوع حل کړي.»

نازنین چې د اتم ټولګي زده‌کوونکې ده، د ښوونځیو په بند پاتې کېدو سره د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

زده کوونکې نازنین وايي: «زه له زړه خپلو ټولګیوالو په‌سې خفه شوې یم، زه غواړم بېرته زموږ پر مخ ښوونځي پرانیستل شي او له خپلو تولګیوالو سره ټولګي ته لاړې شو.»

یوه بله زده‌کوونکې اقلیما وايي: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

په همدې حال کې د شپږم ټولګي یو شمېر نجونې زده‌کوونکې چې راتلونکی کال به اووم ټولګي ته ځي، له اسلامي امارته ځینې غوښتنې لري.

زده کوونکې عادله زیاتوي: «دا زما ورستی کال دی، له اسلامي امارته غوښتنه کوم چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

یوه بله زده‌کوونکې روینا وايي: «دا زموږ حق دی چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او خپل درس ولولو او هېواد ته خدمت وکړو.»

له دې سره سم، د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین بیا وایي، د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د اسلامي امارت د مشرانو پرېکړې ته په تمه دي.

د نیمروز د پوهنې رییس ګل احمد حقاني زیاتوي: «هر کله چې له مرکزه لارښوونه وشي، موږ د ښوونځیو پرانیستلو ته چمتو یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې څلور سوه ورځو په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوې او دا چې کله به پرانیستل شي، لا روښانه نه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه