د هرات د سیلو مسوول عبداللطیف منصور وايي چې د هرات سیلو د ډوډۍ پخولو څانګه له پنځلس کلونو ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه.
هغه زیاتوي چې ټاکل شوې له دې وروسته د ورځې دوه ټنه ډوډۍ په دغې سیلو کې پخه شي.
د هرات د سیلو مسوول عبداللطیف منصور وايي:«په دغه یوه ماشین کې دوه ټنه اوړه پخولای شوو.»
د مرکزي سیلو رییس نصرت الله منصور وویل:«په بل ګام کې د کندهار او بغلان سیلوګانې تر کار لاندې دي چې افتتاح به شي.»
د سیلو د چارواکو په وینا په دغې سیلو کې پخه شوې ډوډۍ هرات کې پر امنیتي ځواکونو او دولتي بنسټونو وېشل کېږي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني څرګندوي:«هغه ریاستونه چې عموماً د کارکوونکو شمېر یې زیات دی او ډوډۍ ته اړتیا لري، هڅه به وشي چې هغوی له سیلو سره تړونونه ولري.»
د هرات سیلو د ډودۍ پخولو څانګې په فعالېدو سره، نږدې څلوېښتو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا ځوانان له دې امله چې د هېواد په دغه بحراني اقتصادي وضعیت کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښ دي.
د هرات سیلو کارکوونکی نثار احمد یوسفي وايي:«دا ټولنې ته یو خدمت او سوکالي ده، هیله لرو چې همدا ډول پایداره پاتې شي.»
د هرات سیلو بل کارکوونکي حیدر هم وویل:«دا چې موږ ځوانان په کار شوو، ډېر خوشحالم.»
دا مهال د هېواد په پنځو ولایتونو کابل، مزار، هرات، کندهار او بغلان کې سیلوګانې شتون لري.
دا سیلوګانې پنځه برخې لري چې د مسوولینو په وینا د ټولو برخو په فعالېدو سره به پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په دې اړه مو اندونه