څه باندې ۵۰۰ ښځې او نرینه په هرات کې په دیارلسو برخو کې له یوې شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې فارغ شول.
د دغې روزنیزې دورې کار زده کوونکي چې شهادتنامې یې ترلاسه کړي، د کاري زمینې د برابرېدو غوښتونکي دي.
دوی د هلپ المان دفتر او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ملاتړ روزنه لیدلې ده. ډېری دغه ښځې او نجونې د خپلو کورنیو ګټیالۍ دي.
په افغانستان کې د هلپ المان دفتر مسوول اصف فولاد وايي:«د تېرې دورې له فارغانو د یوه راپور پربنسټ، د دوی ډېریو کوچنی کار و بار پیل کړی دی او یا هم په کوم ځای کې په کار بوخت دي.»
جوړونکې فرشته یعقوبي هم څرګندوي:«له فراغت وروسته د کاري توکو یوه بکسه هم ورکول کېږي په دې ترتیب سره د کار زمینه ورته برابرېږي.»
ځينې نرینه وو هم په ځينو برخو کې له هغې ډلې ترکاڼي، پښګرۍ، د موبایل جوړولو، موټرسایکل ترمیم کسبونه زده کړي دي. دغه ځوانان هیله من دي چې له فراغت وروسته وکړای شي په کار بوخت شي.
روزل شوې صدف وايي:«هیله لرم چې یو لوی کار ځای جوړ کړم او له همدې لارې مالي ملاتړ مې وکړم.»
روزل شوي فرزاد هم وویل:«هغو کسانو چې کسب زده کړی، باید د کار په لټه کې وي کار ورته پیدا کېږي.»
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم وايي دغو ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هڅه کوي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس میرزا محمد ابو منصور وویل:«همدا اوس ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ تنه د کسب په زده کړو بوخت دي.»
دغه مېرمنې او نارینه په داسې حال کې د کار بازار ته داخل شوي چې په څه باندې تېر یوه کال کې د اقتصادي کړکېچ له امله هېواد کې بې کاري زیاته شوې ده. د هېواد ډېری ځوانان د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه