Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار پرانیستل شو

یو شمېر سوداګرو ښځو او نجونو د هرات په مرکز کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار پرانیست.

دوی زیاتوي، په اوسني وخت کې چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې وروستۍ کچې ته رسېدلي، هڅه کوي چې کاروبار یې وغوړېږي.

هټیواله ملیحه امیري وايي: «کله چې له دې ګټه کوم خپلې کورنۍ، ځان مور، پلار او مور سره مې مرسته کوم، ځکه زه یې وهڅولم او دې ځای ته یې راورسولم.»

یوه بله هټیواله شریفه امیني زیاتوي: «دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې په‌دې شرایطو کې مو وکولای شول دلته کار وکړو او خپله شخصي هټۍ ولرو.»

د دغو ښځو په وینا، په‌دې بازار کې څه باندې ۳۰ سوداګرو ښځو سوداګري پیل کړې چې ډېری یې د خپل کورنۍ ګټیالۍ دي.

ورته مهال، په لوېدیځه حوزه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان د ښځو له لوري د دا ډول فعالیتونو پیلول د خوښۍ وړ ګڼي.

د دې خونې رییسه نرګس هاشمي زیاتوي: «د دې ځای په هټیو کې تر ډېره د خیاطۍ تولیدات دي، د ښځو لباس او لاسي صنایعو تر څنګ د مجلس تشریفات او د ښځو لپاره د سیمه‌ییزو خوړو برابرول دي چې دلته تګ-راتګ کوي.»

په‌دې بازار کې پېردونکي هم ټولې نجونې او ښځې دي.

د هرات اوسېدونکې مسعوده موحد زیاتوي: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې ښځې دلته راځي، په راحتۍ سره کار کوي او خپل محصولات پلوري.»

د هرات یوه بله اوسېدونکې ازیتا بارکزۍ وايي: «د لوړو زده‌کړو درلودونکې ښځې چې دلته راځي او دلته کار کوي، نورې ښځې ترې هم انرژي اخلي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان په اوسني وخت کې د ښځو له لوري سوداګري یوه اړتیا بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه بهناز سلجوقي زیاتوي: «دا په لومړي سر کې له کورنیو او دویم قدم کې له ټولنې او هېواد سره ډېره مرسته کوي.»

د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په هرات کې له یو زرو پنځه سوو ډېرې ښځې او نجونو په سترو او کوچنیو سوداګریو بوختې دي او په وینا یې په وروستیو میاشتو کې سوداګریزو فعالیتونو ته د ښځو او نجونو لېواتیا ډېره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه