د هرات پاشدان بند پروژې مسوولین وایي، د دې بند دیوالونه او ځینې نورې برخې له یو نیم کلن کاري ځنډ وروسته زیانمنې شوې دي.
دوی خبرداری ورکوي که د دې بند د اوبو ذخیره کولو چارې پیل نهشي، د سېلابونو له امله به یې دروازې په بشپړه توګه ویجاړې شي.
د پاشدان بند د جوړولو شرکت تدارکاتي مدیر عبدالصبور نادري زیاتوي: «که ژر تر ژره د دې بند ذخیره کول پیل نهشي، د دې بند ډېری دیوالونه به ویجاړ شي او ډېر لګښت به پرې ولګېږي.»
د دغه بند د چارو په درېدو سره څه باندې ۱۳۰۰ کارګر او د دې پروژې مسلکي کارکوونکي وزګاره شوي دي. له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو په ځلونو له دغه بنده لیدنه وکړه.
په اوبو او انرژۍ وزارت کې د پاشدان بند مدیر محمد شفیق طارق وايي: «موږ څو-څو ځلي هلته تللي یو، هلته مو ارزیابي کړې، بشپړ راپور مو د اوبو او انرژۍ وزارت مقاماتو ته سپارلی دی.»
له تېر یوه کال راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت په ځلونو د دغه بند د چارو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.
اوس د دغه وزارت ویاند د یاد بند د چارو د پیلېدو په اړه یو ځل بیا ډاډ ورکوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت څرګندوي: «له یاد شرکت سره موږ په تفاهم کې یوو، خبرې ورسره روانې دي چې کار یې ژر تر ژره شروع شي.»
د پاشدان بند د قراردادي شرکت د مسوولینو په وینا، د دغه بند لګښت ۱۱۷ مېلیونه ډالره دی.
پاشدان بند د هرات ښار ختیځ لور په شل کیلومټرۍ کې د دغه ولایت په کرُخ ولسوالۍ کې پروت دی. دا بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره او دیارلس زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. همداراز دا بند د دوه میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت هم لري.
په دې اړه مو اندونه