د روزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي، پهدې ولایت کې د مخابراتي شبکو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د نهشتون له امله یې پر ښځو د سېمکارټونو پر پلور بندیز لګولی دی.
یو شمېر ښځې د سیمهییزو مسوولانو دې پرېکړې اندېښمنې کړې او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دوی ته د مخابراتي شبکو په دفترونو کې ځانګړې څانګې فعاله شي.
د روزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ذین الله فاروقي وايي: «موږ د مخابراتي شبکو مسوولانو ته وویل چې تاسو یوه څانګه پرانیزئ چې کارکوونکې یې ښځې وي، څو ښځې وکولای شي، هلته لاړې شي.»
حبیبه او عالیه دلته ترینکوټ ښار ته د مخابراتي شبکې د سیم کارټونو د پلور یوې څانګي ته راغلې دي، خو نهدي توانېدلي سیمکارټونه وپېري.
د ترېنکوټ ښار اوسېدونکې حبیبه زیاتوي: «موږ له دوه درې ورځو راهیسې د سېمکارټونو څانګو ته ځو، خو هغوی موږ ته د رد ځواب راکوي چې تاسو ته سېم کارټونه نه درکوو.»
د ترېنکوټ ښار اوسېدونکې عالیه وايي: «زه د کور مشره یم، مور او پلار مې په کور کې نهشته، همدا ډول هره ښځه زما غوندې کېدای شي او اړتیا ده چې د خپلې کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شي.»
اخوا د دې ولایت یو شمیر اوسېدونکي دا د ښځو لپاره یوه لویه ستونزه بولي او له مسوولینو یی د ژر حل غوښتنه کوي.
د ارزګان اوسېدونکی عبدالولي زیاتوي: «د ښځینه کارکوونکو په ګمارلو سره هغوی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره سېمکارټونه ترلاسه کړي.»
د ارزګان اوسېدونکی محمد ولي سمسور وايي: «ځینې ښځې په دفترونو او ځینې نورې په پوهنتونونو کې شته، له سهاره تر ماښامه له کوره د باندې وي او یوازېنۍ لاره همدا موبایل دی چې کولای شي په مرسته یې د خپلې کورنۍ احوال واخلي.»
د سیمهییزو مسوولینو په وینا د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول توان هڅه کوي چي په دغه ولایت کي ډېر ژر د ښځو لپاره د سېمکارټونو د خرڅلاوو په مرکزونو کې ځانګړي ځایونه جوړ کړي.
په دې اړه مو اندونه