Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې د بې وزلو ماشومانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرېدل

په تخار کې یوه مرستندویه بنسټ هغو بې وزلو ماشومانو ته چې له زده کړو بې برخې شوي، ښوونیز او تفریحي ځایونه جوړ کړي دي.

د دغه بنسټ چارواکي وايي چې د څه باندې یو زره او ۲۰۰ هغو ماشومانو ته چې میندې یې په بندخونو کې دي یا هم ناروغې دي، ښوونیز او تفریحي ځایونه جوړ کړي دي.

تخار کې د مرستندویه بنست مسوول کامران سادات وویل:«د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ له څېړنې وروسته، زیانمنوونکي ماشومان مو په ګوته کړل او دلته مو ورته د زده کړو او تفریح زمینه برابره کړه.»

چارواکي زیاتوي ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به په تخار کې د یونېسف په مالي ملاتړ د بې وزلو ماشومانو لپاره یو بل مرکز هم جوړ شي.

بلخوا، ځينې هغه ماشومان چې په دغه ځای کې اوسېږي، له هغو اسانتیانو چې ورته برابر شوي خوشحاله دي.

بې وزلې ماشومه مقدس وايي:«مور مې په روغتون کې بستر ده او زه دلته راغلې یم، درس وایم له خپلو همزولو سره لوبې کوم، خوشحاله یم.»

بل ماشوم ګل زمان هم وویل:«درس وایوو څوک په موږ کار نه لري، د بیرون پرتله دا ځای موږ ته ښه دی.»

یوه بله بې وزلې ماشومه زهرا هم څرګندوي:«زموږ استاد موږ ته درس راکوي او تعلیم راکوي، ډېر څه مو زده کړي دي.»

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰۰۰ اړمن او بې سرپرسته ماشومان سروې شوي دي.

د تخار د کار او ټولنیزو چارو رییس سیف الله مبارز وویل:«پنځه زره پېښې مو څېړلې دي په همدې شمېر اړمن ماشومان مو په ګوته کړي دي او ۱۷۰۰ تنو ته مو ځينې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم کابو ۱۵ زره کارګر او بې وزلي ماشومان د «اکټیډ» مرستندوی بنسټ له خوا سروې شوي وو خو تراوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه