د بغلان د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د هلکانو او نجونو له ښوونځیو یې د نارینه او ښځینه ښوونکو د بېلوالي بهیر پیل کړی دی.
دوی ټینګار کوي چې وروسته له دې نارینه ښوونکي نجونو او ښځینه ښوونکې هلکانو ته تدریس نهشي کولی.
د دوی په خبره، د دې بهیر په عملي کېدو سره به ښوونکي خپلې دندې له لاسه ور نهکړي.
د بغلان د پوهنې رییس نور محمد عزیزي وايي: «دا وېره چې د ښوونکو په منځ کې پیدا شوې چې برخلیک به یې څه کېږي، موږ دې ښوونکو ته ډېرو خالي ځایونو کې اړتیا لرو.»
عبدالشکور رحماني چې له پنځلسو کلونو راهیسې د پلخمري ښار په بېلابېلو ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه کار کوي، وایي، په دې موده کې یې په خورا کمه تنخوا کار کړی دی او اوس اندېښنه لري چې د ښځینه او نارینه ښوونکو په بېلوالي سره یې لرې پرتو سیمو ته و نه لېږي.
عبدالشکور پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «که دا ګام پورته کېږي، باید امتیاز هم ولري، څو د ښوونکو ستونزه ورسره حل شي.»
په همدې حال ښځینه ښوونکې د هلکانو له ښوونځیو د بېلوالي په پار بېلابېل نظرونه لري، خو یو شمېر یې وېره لري چې پهدې کار سره خپلې دندې له لاسه ور نهکړي.
ښوونکې رینا امیري وايي: «د اندېښنې وېره دا ده چې دا پروسه تر شپږم ټولګي پورې ده او له دې پورته نهده، په همدې خاطر پهدې فکر کې دي، ګوښه نهشي.»
ښوونکې نذیره وايي: «نارینه او ښځینه دې له یو بل جلا شي، موږ ډېر خوښ یوو.»
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولان زیاتوي، د ښوونکو د جلا کولو پلان چمتو شوی او د دې بهیر په پلي کېدو سره به د بغلان ښوونکي له دندو ګوښه نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال یو شمېر ولایتونو کې ښځینه ښوونکې هلکانو او نارینه ښوونکي نجونو ته درس ورکوي.