Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو اتو میاشتو کې له اقینې بندره یو مېلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي

د اقینې سوداګریز بندر مسوولان وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې، څه باندې یو مېلیارد افغانۍ، عواید یې راټول کړي دي.

د هغوی په وینا، د ورځې ۳۰ تر ۴۰ مېلیون افغانیو عواید راټولوي.

د آقینې سوداګریز بندر رییس موسی کلیم وايي:«زموږ د عوایدو د زیاتوالي لامل دا دی چې له اداري فساد سره مبارزه شوې ده او فساد کابو صفر ته رسېدلی دی.»

ځينې سوداګر چې له اقینې بندره صادرات او واردات کوي وایي، چې په دغه بندر کې د دوی لپاره ځینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

دوی وایي، اوس ترې رشوت او بېخایه پیسې نه اخیستل کېږي.

د اندخوی ولسوالۍ د صعنت او سوداګرۍ خونې مسوول عبدالمجید نیازي څرګنده کړه:«په تېر کې زموږ موټرو ته یې پارچې ورکولې چې د بندر له دروازې تر وتلو وروسته نه چلېدې؛ خو اوس له یوې پارچې سره تر نورو ولایتونو ځوو، او هېڅ مزاحمت نشته.»

په همدې حال د اقینې سوداګریز بندر مسوولین وایي، چې د کمرګي تعرفو د ورکړې بانکي کېدل او د فساد مخنیوی د عوایدو د زیاتوالي تر ټولو مهم عوامل دي.

ځينې سوداګر وایي چې د نورو کلونو په پرتله له دغه بندره د دوی د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.

د دغه بانک چارواکو په وینا، د ګمرکي تعرفو بانکي ورکړه او د اداري فساد د پام وړ کمېدل، د دغه بندر د عوایدو د زیاتوالي له اصلي لاملونو دي.

تصویر بندانگشتی

د اقینې سوداګریز بندر مسوولان وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې، څه باندې یو مېلیارد افغانۍ، عواید یې راټول کړي دي.

د هغوی په وینا، د ورځې ۳۰ تر ۴۰ مېلیون افغانیو عواید راټولوي.

د آقینې سوداګریز بندر رییس موسی کلیم وايي:«زموږ د عوایدو د زیاتوالي لامل دا دی چې له اداري فساد سره مبارزه شوې ده او فساد کابو صفر ته رسېدلی دی.»

ځينې سوداګر چې له اقینې بندره صادرات او واردات کوي وایي، چې په دغه بندر کې د دوی لپاره ځینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

دوی وایي، اوس ترې رشوت او بېخایه پیسې نه اخیستل کېږي.

د اندخوی ولسوالۍ د صعنت او سوداګرۍ خونې مسوول عبدالمجید نیازي څرګنده کړه:«په تېر کې زموږ موټرو ته یې پارچې ورکولې چې د بندر له دروازې تر وتلو وروسته نه چلېدې؛ خو اوس له یوې پارچې سره تر نورو ولایتونو ځوو، او هېڅ مزاحمت نشته.»

په همدې حال د اقینې سوداګریز بندر مسوولین وایي، چې د کمرګي تعرفو د ورکړې بانکي کېدل او د فساد مخنیوی د عوایدو د زیاتوالي تر ټولو مهم عوامل دي.

ځينې سوداګر وایي چې د نورو کلونو په پرتله له دغه بندره د دوی د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه