Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برښنايي پېژندپاڼو د بیو له لوړوالي د پروان اوسېدونکو شکایت

د پروان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د بیې د لوړوالي له امله نه‌شي کولای پېژندپاڼې تر لاسه کړي.

دوی زیاتوي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې، د برښنايي پېژندپاڼو بیه له ۱۰۰ افغانیو ۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د پروان یو اوسېدونکی حشمت‌الله وايي: «یوه کورنۍ چې لس کسان په‌کې وي، ټول پېژندپاڼه اخلي، نه‌شي کولای درې سوه افغانۍ ورکړي.»

د پروان یو بل اوسېدونکی عبدالرووف وايي: «د پېژندپاڼې اخیستلو لپاره ډېرې پیسې اخلي، باید دې ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

په همدې حال، په پروان کې د برښنایي پېژندپاڼو د وېش مسوولین وایي، برښنایي پېژندپاڼو د اخیستونکو کچه هم ټیټه شوې ده.

په پروان کې د برښنايي پيژندپاڼو د ویش مسوول زمان اوریا وايي: «مراجعین چې کم شوي او مرکز ته نه راځي، شاید دلیل یې همدا دی چې بیې یې لوړې شوې دي.»

بل لور ته، د پروان د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین د دې بنسټ د عایداتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسي یې تراوسه د بریښنایي پيژندپاڼو له اړخه له اوو میلیونو افغانیو ډیر عواید را ټول کړي دي.

د پروان د احصایې او معلوماتو رییس فیق الله شهزاده زیاتوي: «اووه مېلیونه او څلور څلوېښت زره افغانۍ عواید مو راټول کړي او مستوفیت ته مو ورکړي دي.»

د مسوولینو په وینا، د سرپرست حکومت د کابینې د پریکړې پر بنسټ، د کاغذي پيژندپاڼو بیه هم له ۱۰ افغانیو، ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه