Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مزارشریف او جلال‌اباد چاودونو کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن (سه‌شنبه) د هېواد په شمال کې مزارشريف او په ختيځ کې جلال‌اباد ښارونه د جلا-جلا چاودنو شاهدان وو.

لومړۍ چاودنه نن سهار د بلخ ولایت د مزارشریف ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیداباد څلور لارې کې چاودنه شوې چې پر مهال لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلخ امنیې قومندانۍ قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، چاودنه د نفتي موادو ریاست کارکوونکو په لېدونکي موټر شوې ده.

د هغه په وینا، دا پېښه د سرک تر غاړې په کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

ښاغلی وزیري زیاتوي: «له بده مرغه اووه کسان شهید او شپږ نور ټپیان دي. دا چاودنه په د سرک تر غاړې په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ‌ته شوې ده.»

د بلخ عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي: «له نننۍ چاودنې د بلخ عامې روغتیا امبولانسونو په واسطه د مزارشریف حوزوي روغتون ته اته جسدونه او نهه ټپیان راوړل شوي.»

د پېښې یو عیني شاهد وايي: «یوه چاودنه وشوه، ښیښې ماتې شوې او زما د موټر یو اړخ هم له منځه لاړ.»

یو بل ټپي کس وايي: «په موبایل کې مې قران تلاوتوه چې یو ځل غږ شو، ووتلم، ومې لېدل چې هر لوري ته خلک پراته دي.»

بل‌خوا نن له غرمې وروسته د جلال‌اباد ښار په صرافۍ مارکېټ کې هم یوه چاودنه شوې.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، په‌دې پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

خو د بلخ روغتیايي مسوولان وايي، د نن په چاودنه کې اته کسان وژل شوي او لس نور کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه