د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم، د هېواد په ختیځ زون کې له استادانو او د پوهنتونونو له کارکوونکو سره په یوې غونډه کې وايي چې د لوړو زده کړو اړوند د تېر حکومت قوانین او مقررات لغوه شوي دي.
ښاغلي ندیم وویل:«د تېر نظام اصول او مقررات په بشپړه توګه لغوه دي، پر هغه عمل نه جایز دی او نه هم مناسب او نه هغه موږ جایز ګڼو.»
نوموړی زیاتوي چې له دې وروسته د علمي کادرونو په ترفیع کې به هم اسانتیاوې رامنځته شي.
ندا محمد ندیم په دې هکله وویل:«د استادانو د ترفیع په وړاندې چې کوم خنډونه او موانع وې، ما وویل چې اصول دې لغوه شي، معنا یې دا ده چې د ترفیع لپاره دې لار پرانیستل شي، ان شاالله هغه ستونزه به شتون ونه لري.»
بلخوا د خصوصي پوهنتونونو ځينې استادان په ځينو برخو کې د صلاحیت غوښتنه کوي.
د ختیځ زون د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې رییس طارق کمال وویل:«دا تفکیک لرې کړئ، موږ خپل وګڼئ، موږ د دغه سکټور یا لوړو زده کړو ښی لاس یوو، د هغه د ملا تیر یوو. هغه ځوانان چې دننه په افغانستان کې یې موږ د دغه نظام تر سیوري لاندې او ستاسو تر څار لاندې وروزو، ان شاالله مسلکي، افغاني او همدارنګه اسلامي به وي.»
د لوړو زده کړو مشرتابه د لوړ زده کړو په سیسټم کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره له هغو استادانو چې له تحولاتو وروسته بهر ته تللي دي، وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
په دې اړه مو اندونه