Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دبامیانو له پوهنتونه تازه فارغ شوي زده کړیالان د کار د زمینې برابرېدل غواړي

د بامیانو له پوهنتون د زده کړیالانو د فراغت څوارلسمه دوره په دغه ولایت کې ولمانځل شوه.

د دغه پوهنتون مسوولان وايي چې، په دې پړاو فراغت کې ۷۰۰ هلکانو او له ۵۰۰ ډېرو نجونو د لیسانس تر کچې سندونه ترلاسه کړل.

د بامیانو پوهنتون رییس حضرت محمد برهاني وايي:«په دغه پړاو فراغت کې مو ۱۳۰۰ ښځينه او نرینه زده کړیالان فارغان لرل.»

له بل لوري، ځیني فارغ شوي ځوانان وایي چې د زده کړو موده یې له ستونزو سربېره پایته ورسوله او له سرپرست حکومته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه لري.

فارغه شوې جمیله وايي:«خوشحاله یم چې په دغو سختو او ستونزمنو شرایطو کې له پوهنتونه فارغه شوم او هیله لرم چې د کار زمینه هم راته برابره شي.»

بله فارغه شوې امنه څرګندوي:«هیله لرم چې حکومت موږ ته د کار زمینه برابره کړي چې وکړای شو د خدمت جوګه شو.»

د پوهنتون استاد محمد باقر معرفت هم وویل:«یوازې له اقتصاد پوهنځيه ۱۹۰ تنه فارغ شول او دغه زده کړیالان ټول کار ته اړتیا لري.»

د بامیانو پوهنتون د مسوولانو د څرګندونو پر بنسټ، تازه د لوړو زده کړو وزارت له لوري شاوخوا ۳۰۰ زده کړیالان د بامیانو پوهنتون ته ور معرفي شوي چې تمه ده راتلونکې کال خپلې زده کړې پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه