Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا کروندګر له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

د پکتيا په آريوب ځاځيو ولسوالۍ کې کروندګرو د نشه يي توکو د کرکیلي پرځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده، خو وايي نه شي کولای چې خپل لګښتونه بېرته پورته کړي.

دغه کروندګر له سرپرست حکومته د اصلاح شویو تخمونو او پرمختللو وسایلو د مرستې غوښتنه کوي.

محمد حنيف د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوالۍ یو له بزګرو دی، وايي چې سږکال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای غنم کرلي؛ خو نه شي کولای چې خپل لګښت بېرته ترلاسه کړي.

کروندګر محمد حنيف وویل:«له چا سره تخمونه وي، له چا سره نه وي، خلک غریب دي وسه یې نه رسېږي، له موږ سره دې د سرې کومک وکړي د غنمو کومک دې وکړي. او موږ ته باید صحیح تخمونه راکړي.»  

بل کروندګر سلطان خېل وايي:«دا خلک ډېر ضعیفه خلک دي، اوبه یې کمې دي، کارو بار یې نشته.»

بل کروندګر اقبال هم په دې هکله څرګندوي:«زموږ ځمکې ډېرې بې حاصله دي، د ویالو مجبوریت لرو، د کاریزو مجبوریت لرو، دغه شیان چې پرموږ بند وي موږ ټول بې کاریه یوو.»

يو شمېر نور کروندګر بيا وايي، چې د آريوب ځاځيو ولسوالۍ د مالدارۍ، بڼوالۍ او کب روزنې لپاره مناسب ځايونه لري، نو له دې کبله دې برخو ته د اړوندو مسوولینو د پاملرنې غوښتنه لري.

کروندګر نور جهان نايل وویل:«د زراعت له هغو تمویلوونکو برخو نه موږ غوښتنه کوو چې په ښې کچې سره او کیفیت سره تخمونه راکړي او د هغوی لپاره چې کومې سرې او کوډونه ورکول کېږي هغه دې راکړل شي.»

د آریوب ځاځیو سیمه ییز مسوولین بیا وایي چې یو شمیر کروندګرو ته یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشلي او په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د آريوب ځاځيو ولسوال عبيدالله زاهد څرګندوي:«شنې خونې به درته مهیا او برابر وو، او دلته د چرګانو ۹۰ فارمونه راغلي دي، او بېلابېل خلک مو پرې استخدام کړي دي دوی به ترې استفاده کوي.»

آريوب ځاځي د پکتيا په ختيځ کې پرته غرنۍ ولسوالي ده، خو د کرکيلې لپاره کافي ځمکې نه لري، چې له همدې امله کروندګر یې د کرنې د معیاري کېدو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه