Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فاریاب ولایت کې به پراختیايي پروژې پلې شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې وايي چې سرپرست حکومت به په دغه لایت کې ځينې پراختیايي پروژې عملي کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«زه تاسو ته ډاډ درکوم که چېرې د حکومت له ورځنیو لګښتونو یوه افغانۍ هم اظافه شي، هغه ان شاالله ستاسو د پراختیايي کارونو لپاره لګول کېږي.»

بلخوا، د فاریاب اوسېدونکي د ریاست الوزرا د اداري مرستیال د ژمنو د عملي کېدو غوښتونکي دي او وایي چې د پراختیايي پروژو عملي کېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د وزګارۍ ستونزې هم کمې شي.

د فاریاب اوسېدونکی محمد ناصر تاتار څرګندوي:«ژمنې یې کړې دي، هیله لرو چې دغه ژمنې د تېرو ژمنو په څېر چې د جمهوریت په دوران کې زموږ خلکو ته ورکړل شوې وې، هغسې نه شي او په عمل کې پلې شي.»

د فاریاب بل اوسېدونکی امیرمحمد ایماق هم وايي:«زموږ دومره ځوانان چې له دې ځایه خپل ټول شته، هنر، زده کړې، او خپل هر څه په ایران کې کار ته وقف کوي، هماغه ولرو. هغه پروژې چې دلته تطبیق شي، ټول یې دلته په کار شي.»

د کوهستانات ولسوالۍ - میمنې لار د فاریاب له ستونزمنو لارو ګڼل کېږي چې له سلو کیلومټرو ډېر اوږدوالی لري. د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغې لارې د سروې د پیلېدو ژمنه هم کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه