په کندز کې یو مرستندویه بنسټ، څلور سوو بېوزلو مېرمنو ته د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د یاد ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې د دغه پروګرام موخه، له اړمنو او بې وزلو کورنیو سره مرسته ده.
د کندز د کلیو پراختیا ریاست د برنامو امر مطیعالله سیدزی وايي: «بېوزلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، څو وکولای شي خیاطي زدهکړي او په راتلونکې کې کار وکړي او له بېوزلۍ خلاص شي.»
د پروژې مسوول عزیز الرحمان تسل زیاتوي: «دوی وکولای شي زدهکړه وکړي په راتلونکې کې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي او د اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.»
په همدې حال یو شمېر مېرمنې چې ورته د خیاطۍ د زده کړو زمینه برابره شوې، خوښې دي او زیاتوي چې په دې سره به د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
حرفه زده کوونکې سلما وايي: «زه خپله اقتصادي ستونزې لرم، نورې خویندې چې مې دلته راغلي، هغوی هم اقتصادي ستونزې لري، موږ چې دلته خیاطي زدهکړو تر څنګ یې یوه اندازه پیسې هم تر لاسه کولای شو.»
حرفه زده کوونکې سوما زیاتوي: «دلته داسې ښځې دي چې مېړونه یې بېکاره دي یا نشهيي توکي کارول او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
یو شمېر ښوونکې چې نورو ته د خیاطۍ زدهکړې ورکوي، وايي، دا د ښځو لپاره یوه ښه زمینه ده.
د خیاطۍ ښوونکې شمیم وايي: «شل شاګردانې لرم، زما ټولې شاګردانې له جګړې ځپل شوي، ټولو یې شهیدان ورکړي، له مرستندونه دفتره مننه کوم چې دا زمینه یې برابره کړې.»
د خیاطۍ ښوونکې رخسار زیاتوي: «له دې وړاندې په کور کې بېکاره وم، اوس چې دلته راغلې یم غواړم ځان ته کار او ژوند جوړ کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د وروستیو تحولاتو وروسته، د دولتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکې په کور ناستې دي چې اوس یې کورنۍ د فقر او وزګارۍ له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.
په دې اړه مو اندونه