Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لغمان کې د نجونو او هلکانو د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د لغمان په الينګار کې د قلعټک د نجونو او د دې ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې قلعه‌نجيل د هلکانو د لېسو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دا ودانۍ د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري د ۱۳ مېليونه افغانيو په لګښت ورغول شوې چې ۳۸  تدريسي او اداري خونې لري او د شاوخوا ۱۲۰۰ نجونو په ګډون په‌کې نږدې درې زره زده کوونکي زده‌کړې کولای شي.

د سويډن کمېټې استازی عزت الله منصور وايي: «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د شرقي زون د انجنیرۍ څانګې له لوري ټول ساختماني کارونه د اتوو میاشتو په موده کې تکمیل شول.»

له دې سره سم، نجونې زده‌کوونکې په نوې ودانۍ کې د زده‌کړو پيل ته خوښي ښيي، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د برخلیک روښانه کولو غوښتنه کوي.

زده‌کوونکې بي‌بي امنه وايي: «زما خور په یوولسم ټولګي کې وه، زه به ورسره ښوونځي ته راتلم، اوس چې مکتبونه بند شوي، هغه ډېره خفه کېږي.»

د شپږم ټولګي زده‌کوونکې  هاجره وايي: «د طالبانو له مشرانو نه مو دا غوښتنه ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو مکتبونه خلاص کړي، زموږ په زړه کې چې ارمانونه دي، هغه پوره او موږ ډاکټرانې شو.»

ورته مهال قومي مشران او ښوونکي هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو تړلې دروازې د هېواد د راتلونکي په زيان بولي.

قومي مشر عنایت‌الله په‌دې‌ اړه طلوع‌نیوز ته زیاتوي: «امارت باید دې خلکو ته اجازه ورکړي، څو دغه شاګردان یو څه یاد کړي، ځکه حالات داسې دي چې مشکلات ډېر دي.»

ښوونکی عبدالله وايي: «یو کال نه‌دی، پنځه-شپږ میاشتې نه‌دي، دا دی تقریباً دویم کال پوره کېږي، د خلکو استعداد او غوښتنې ټولې له خاورو سره خاورې شوې.»

په همدې حال کې د لغمان ولايتي مسوولان ډاډ ورکوي چې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستې لپاره لومړني قدمونه اخيستل شوي.

د لغمان د پوهنې رييس  مولوي شاه جهان ساجد وايي: «څو ورځې مخکې د سړو سیمو لپاره د دولسم ټولګي له نجونو ازموینه واخیستله، ان‌شاء الله تعالی دا د ټول افغانستان لپاره یو لوی پرمختګ دی.»

د شمېرو له مخې، د لغمان په ۳۳۸ ښوونځيو کې نږدې ۲۲۷ زره ښځينه او نارينه زده‌کوونکي پر زده کړو بوخت دي، خو ۱۰۴ ښوونځي يې لا هم ودانۍ نه‌لري.

شریک یي کړئ