Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمنګان کې د خبریالانو اقتصادي ستونزې

سمنګان ولایت کې ځينې خبریالان او ځايي رسنیو مسوولان وايي چې له اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ شوي دي.

دوی، اقتصادي ننګونې او اطلاعاتو ته نه لاسرسۍ د خپل کار په وړاندې جدي ننګونې ګڼي.

د رستم راډیو د خپرونو مسوول شباهت شهید وايي:«په سمنګان کې د رسنیو ستونزې اقتصادي ستونزې دي، د بودیجې نشتون، او د همکارو موسسو نشتون چې له رسنیو سره همکاري وکړي.»

خبریال سیف الله کریمي هم وویل:«په وخت دې خبریالانو ته اطلاعات ورکړي او د اقتصادي ستونزو په برخه کې دې له خبریالانو سره هم همکاري وکړي چې خبریالان وکړای شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»

خبریال علاوالدین رحیمي څرګندوي:«کله چې یوه پېښه کېږي، یعنې یو خبریال باید په هغې شېبه کې سرچینو ته لاسرسۍ ولري او وکړای شي په کم وخت کې، خبر یا رپوت چمتو کړي، خو نه شي کولای.»

 په همدې حال د سمنګان سیمه ییز مسوولین وایي چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کوي.

د سمنګان د والي ویاند عبدالله هوتک وايي:«له دغو خبریالانو سره به همکاري او د هغوی له حقونو به دفاع وشي.»

د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رییس فیروزالدین منیب هم وویل:«د هغوی غوښتنې به تر جګپوړو چارواکو ورسوو. تر والي صاحب، امنیت ریاست، د قومندانۍ ریاست ته، په دې هکله موږ ډېر تفصیلي بحث وکړ.»

د یادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په سمنګان ولایت کې دوه راډیوګانو او یو ټلوېزیون د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه