د فراه ولایت په جګړهځپلو سیمو کې د ناچاودو توکو او ماینونو شتون، د دې ولایت د اوسېدونکو ژوند ته لوی خنډ جوړ کړی دی.
د فراه سیمهییز مسوولان وايي، په تېره یوه میاشت کې د ناچاودو ماینونو د چاودنې له کبله لس ماشومان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی سباوون وايي: «په تېره میاشت کې د شپاړلسو کسانو د ناچاودېدلو توکو یا د زړو مرمیو له امله هېوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي.»
ورته مهال د فراه یو شمېر اوسېدونکي له سیمهییزو مسوولانو غواړي چې د جګړو له مهاله پاتي شوي ماینونه دې شنډ کړي.
د فراه اوسېدونکی حبیبالله وایي، په تېر یو کال کې یې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله د خپلې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فراه اوسېدونکی حبیبالله زیاتوي: «تر اوسه زموږ په کورنۍ کې څلور کسان له منځه تللي، دوه کسان یې شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.»
په همدې حال کې یو مرستندویه بنسټ د ناچاودو توکو د کواښونو اړوند د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی. د دوی په وینا د دغه پروګرام له لارې ځیني رضاکاران روزي چې وروسته به د عامه پوهاوي په کمپاین کې ګډون وکړي.
رضاکار سعید سعیدي وايي: «زموږ ډېری ماشومان د همدې ناچاودو توکو د چاودنې له کبله زیانمن او معلولول شوي دي او یا مړه شوي دي.»
رضاکاره فیروزه وايي: «دا برنامه په رښتیا ګټوره ده، په تېره د افغانستان په څېر په یوې جګړهځپلې سیمه کې او په ځانګړې ډول په فراه کې چې ډېرې دښتې او شاړې لري او ډېر جنګي فعالیتونه پهکې شوې دي.»
په فراه کې د ماشومانو د ساتنې د شبکې د شمېرنو پر بنسټ، د فراهرود، بالابلوک، پشت رود، خاک سفید او د فراه ښار مرکز ځینو کلیو کې لا هم ناچاودي توکي پر ځاې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه