د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار اړوند (وچ غړک) سیمې اوسېدونکي وایي، د تېر حکومت پر مهال د ناامنیو له امله له هر ډول خدمتونو بېبرخې شوې دي.
دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنستونو د روغتیا، پوهنې او پراختیاي پروژو د پلي کولو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
د وچ غړک سيمې مشر محمد اجان احمدزی وايي: «موږ له هر څه بېبرخې یوو. د تېر حکومت پر مهال موږ ته په شفاهي ډول د روغتیا یو مرکز منظور شوی، خو تر اوسه هېڅ روغتیايي مرکز نهلرو. لومړنی ښوونځی لرو چې کله یو کور او کله بل ته یې انتقالوو.»
قومي مشر رحيم ګل وايي: «موږ نه کلینیک، نه ښوونځی او نه د څښو اوبه لرو. موږ د ښار اړوند یوو، خو تر اوسه ان د طالبانو په حکومت کې هم موږ ته څه نهدي شوي.»
یو بل قومي مشر شاه محمد وايي: «په تېرو شلو کلونو کې موږ ته هېڅ کار نهدی شوی، ځکه دلته طالبان و او خلکو له ډاره څه نهشول کولای.»
ورته مهال د دې سیمې اوسېدونکي د زدهکړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او دا مهال یې ماشومان په یوه خټین کرایه کړي کور کې پر زده کړو بوخت دي.
په غړک سيمه کې د ښوونځي مدير لطفالله وايي: «ډېرې ننګونې لرو، اوسنی درسي کور هم ډېر خراب دی.»
زدهکوونکی محبتالله وايي: «زموږ ښوونیزی ودانۍ نهلري، کتابونو او ښوونکو له کمښت سره هم مخ یوو.»
زدهکوونکی عمران وايي: «کله چې هوا توده او باراني وي، ښوونځي ته تلای نهشو. زموږ ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه او کتابونه دې وویشل شي.»
بلخوا ولايتي مسوولان بيا وايي، هغه سيمې چې په تېر کې د امنيتي ستونزو له امله له خدماتو بې برخې وې اوس به ورته پاملرنه زیاته کړي.
د پکتيا اطلاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلاميار وايي: «مسوولان دې سیمې ته ځانګړې پاملرنه لري. هغه سیمې چې له خدماتو بېبرخې دي، په رښتیا سره یې خلک ډېر ځورېدلي دي.»
د وچ غړک سيمه د مرکز ګردېز شمال ختيځ ته په پنځلس کيلومترۍ کې پرته غرنۍ سيمه ده چې اوسېدونکي یې د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دي.