د هلمند یو شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي د دې ولایت د سیند په څنګ کې د شنبهبازار له جوړېدو شکایت کوي.
د دوی په وینا، د هلمند پر سیند هغه پل چې د دې ولایت لس ولسوالۍ له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلوي، د دې بازار له جوړېدو وروسته د ګڼې-ګوڼې او ټرافیکي پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د لښکرګاه د ښاروالۍ له مسوولانو غواړي چې دا بازار بل ځای ته انتقال کړي.
د هلمند اوسېدونکی محمد لعل وايي: «موږ دا غواړو چې دغه مېله له دې ځای څخه ولېږدول شي، داسې خلک دي چې ناروغان ورسره دي او ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی، ځکه لاره ډېره بنده وي.»
موټر چلوونکی جان محمد زیاتوي: «له مشرانو مو دا غوښتنه ده چې دا مېله یوې بلې خوا ته کړي او یو بل ځای دې ورته وټاکي.»
د هلمند اوسدونکی رفیع الله وايي: «د امېله دې له دې ځایه تبدیل کړي، ته وګوره دلته څومره ګڼه-ګوڼه ده، همدا اوس څوارلس، اتلس ټرافیک ولاړ دي.»
ورته مهال، د هلمند ټرافیکو مدیریت مسوولان وایي، د شنبهبازار په ورځ د ګڼې-ګوڼې له امله زیاتې ټرافیکي پېښې هم رامنځته کېږي.
د هلمند ټرافیکو مدیریت ویاند تاج محمد همت وايي: «په ډېر تکلیف یوو، په ښار کې نفر نهلرو او ښار ته چې ورشو، هلته هم ګڼه-ګوڼه ډېره وي چې د ټکرونو لامل کېږي.»
بل خوا، د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولان دا ستونزه مني، خو وایي، د ځینو اسانتیاوو له کبله یې دغه ځای د شنبهبازار لپاره ټاکلی دی.
د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وايي: «د یو لړ استانتیاوو پر اساس باندې چې د هلمند سیند تر غاړې موږ اسانتیاوو لرو، همدا ځای ټاکل شوی، تر څو ښاریان په ستونزو کې نهوي.»
د یادونې ده چې د هلمند پر سیند دغه پل څه باندې پنځوس کاله مخکې جوړ شوی او د دې ولایت اوسېدونکي د پل د نړېدو وېره لري.
په دې اړه مو اندونه