Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله نیوکه کوي

په پکتیا کې یو شمېر خبریالان وایي، د خبرونو او راپورونو جوړولو پر مهال پر وخت او کره مالوماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او دې چارې یې فعالیتونو ټکني کړي دي.

دغه خبريالان زیاتوي، مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او وايي، ډېری وخت مسوولې ادارې او وياندويان پر وخت او کره مالوماتو له دوی سره نه شريکوي.

خبریال عبدالرحمن ویاند په‌دې اړه وايي: «دا د مسوول ارګانونو او چارواکو دنده هم ده چې مطبوعاتو ته په‌خپل وخت دقیق او کره معلومات ورکړي.»

ورته مهال، خبريالان غوښتنه لري چې د مالوماتو شريکولو په برخه کې کړې ژمنې بايد عملي او شته ستونزې هوارې شي.

پکتيا کې خبريال حبیب‌الله سراب زیاتوي: «ځینې ادارې لا هم شته چې هغوی پر وخت باندې له خبریالانو سره په ځینو موضوعاتو کې مالومات نه شریکوي؛ نو هیله مو دا ده چې دغه مالومات پر وخت شریک شي.»

پکتيا کې خبريال خالد ذهين وايي: «د ولایتي ادارې له‌خوا له خبریالانو سره ګډه ناسته وه، هغوی ژمنه وکړه، هغه مالومات چې د هېواد او ملي منافعو سره په ټکر کې نه‌وي. هغه معلومات به له رسنیو او خبریالانو سره پر وخت شریکوي.»

بل‌خوا ولايتي مسوولينو بيا په‌دې ناسته کې ژمنه وکړه چې دې برخه کې شته ستونزې به حل او له خبریالانو سره به پر وخت معلومات شریکوي.

د پکتيا ولايت مرستيال انعام‌الله صلاح الدين وايي: «تاسو چې کومې غوښتنې هغه چې زموږ او ستاسو د وطن او اسلام په ګټه وي او د اسلامي امارت له پالیسي سره برابرې وي، ستاسو غوښتنې موږ په سترګو منو او اورو يې.»

په پکتیا کې خبریالان وایي، ډېری مهال د امنيتي پېښو د پوښښ پر مهال له ستونزو سره مخ او په دې برخه کې کره معلوماتو ته نه لاسرسی یې د چارو پر وړاندې ستره ننګونه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه