Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیايي مسوولان: په هرات کې د ښځو او نجونو رواني ناروغۍ ډېره شوې

د هرات حوزوي روغتون د رواني روغتیا څانګې مسوولان په‌دې ولایت کې د رواني ناروغانو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په وینا، هره ورځ نږدې سل ناروغان د درملنې په موخه دې څانګې ته مراجعه کوي چې اتیا سلنه مراجعین یې ښځې او نجونې دي.

د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو د درملنې څانګې مسوول قدیم محمدي وايي: «هره ورځ سل کسه مراجعین لرو چې دوه پر درې دېر یې ښځې دي یانې له سلو کسانو یې اتیا ښځې او شل نور یې سړي دي.»

د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو د درملنې په څانګه کې ځینې ناروغان د خپلو ناروغیو لامل اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی یادوي.

ناروغه ماه جان وايي: «په دوه درې ورځو کې راباندې حمله راځي، بې‌سده کېږم، کله چې راباندې راشي، نور په ځان نه پوهېږم.»

په‌دې روغتون کې د زیاتو ناروغانو درملنه د روان‌پوهانو په سلا مشورو مخ‌ته ځي، خو یو شمېر شدید ناروغان، د رواني ناروغیو د درملنې په څانګه کې بسترېږي. ویل کېږي، تېره میاشت نږدې څلورسوه تنه د درملنې په موخه بستر شوي دي.

د رواني ناروغیو متخصص محمد شفیق عمیر وايي: «ښځې د ټولنې او کورنیو یوه ستره برخه جوړوي. که هغوی خپل درس او کار ته ستانه شي، دا له دوی سره د دوی په نظم او ښه‌والي کې مرسته کولای شي.»

د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ زیاتوالی، نهیلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل، په هرات کې د رواني ناروغیو د کچې د لوړیدو اصلي لاملونه بلل کیږي.

ډاکټران خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت په دوام سره به په هېواد کې د رواني ستونزو د ناروغانو شمېر څو برابره ډېر شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه