Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره د کارخونو د خاوندانو غوښتنه

د تولیدي کارخونو ځينې خاوندان له سرپرست حکومته غواړي، چې د کورنیو محصولاتو ملاتړ وکړي او د کارخونه لرونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د چیتا چپس د تولیدي شرکت مدیر خلیل ایوبي وايي:«زموږ عمده ستونزه برېښنا ده چې په وروستیو میاشتو کې موږ د برېښنا له کموالي سره مخ یوو او تر وسه پوره زموږ هڅه همدا ده چې خپلو کورنیو تولیداتو ته پراختیا ورکړو یا هغه تقویه کړو.»

د یوه تولیدي شرکت مدیر مصطفی نظري وویل:«کابو ۱۸ ولایتونو ته خپل جنس صادر وواو له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي او له موږ سره تړون وکړي.»

د افغانستان د صنایعو او کانونه خونه وایي، چې صنعتکاران د برېښنا د کموالي او بانکي محدودیتونو له ستونزو سره مخ دي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې له کارخونه لرونکو سره مرسته وکړي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې رییس محمد کریم عظیمي څرګنده کړه:«د هېواد د بانکوالۍ نظام غیرنورمال حال ته ولاړ همدا اوس زموږ د سوداګرو په مېلیونونو افغانۍ په بانکونو کې کنګل دي نه شو کولای او هغو ته لاسرسی نه لرو.»

له دې سره سره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې افغانستان اوس مهال د څه باندې پنځوس ډوله خوراکي او صنعتي توکو او درملو په برخه کې ځان‌بساینې ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت سرپرست له هېوادوالو غواړي چې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«یوځل بیا د اسلامي امارت د ټولو ادارو له مسوولانو او محترمو هېوادوالو هیله کوو چې د اجناسو په پېر کې وطني محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.»

د صنایعو او کانونو خونې شمېرې ښيي، چې د هېواد په پنځو زونونو کې په شپږ زره کارخونو او لسګونه تولیدي برخو کې څه باندې ۴۰۰ زره تنه په مستقیم ډول او نږدې یو مېلیون تنه په غیر مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه