Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پروان کې یو شمېر کورنۍ د مرستو وېش لړۍ عادلانه نه بولي

په پروان کې یو شمېر اړمنې کورنۍ وایي، تر اوسه یې بشرپاله مرستې نه‌دي تر لاسه کړي. د دوی په وینا، په‌دې ولایت کې بشرپاله مرستې په عادلانه توګه نه وېشل کېږي.

بي‌بي فاطمه چې د شپږو ماشومانو مور ده، وایي، مېړه یې په چاریکار ښار کې لاسي کراچۍ لري او نه‌شي کولای چې د کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

نوموړې ادعا کوي چې تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه‌ده شوې.

بي‌بي فاطمه وايي: «مېړه مې ناروغه دی، په ښار او بازار کې ګرځي، که دوه ډوډۍ یې راوړې، راوړې که نه، همدلته پراته یوو، د کور، برېښنا او اوبو پیسې مو پاتې دي.»

د بي‌بي فاطمې لور عاطفه وايي: «پلار مې کراچۍ چلوي، موږ ته مرستې نه رسېږي، نه د ډبرو سکاره لرو نه ډوډۍ اخیستلای شو.»

په همدې حال کې، د پروان یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي، له یوې خوا وزګارۍ او بې‌وزلۍ او له بلې خوا د سون توکو د بیې لوړوالي، په روان ژمي کې د دوی ستونزې خورا زیاتې کړې دي.

د پروان اوسېدونکی شفیق الله زیاتوي: «ژمی دی، هوا ډېره سړه شوې ده، د مرسته کوونکو له لوري مرستې هم نه رارسېږي، نور د ژمې ستونزې هم ډېرې زیاتې دي.»

له دې سره سم، د پروان سیمه‌ییز مسوولان وایي، اړمنو کورنیو ته د بشرپاله مرستو د وېش هڅه کوي.

د پروان ولایت مرستیال محمد ادریس انوري وايي: «هڅه مو دا ده چې هغه سیمې او لرې پرتې ولسوالۍ په نظر کې ونیسو چې مرسته ورسره نه‌ده شوې او اړتیا ورته لري.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کې هیوادوالو د بشرپاله مرستو د ویش له څرنګوالي شکایت درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه