Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې د کبانو د روزنې فارمونو د جوړولو چارې پیل شوې

په ننګرهار کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د کبانو د روزنې فارمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي، دغه ځمکه يې پنځو خصوصي شرکتونو ته اجاره ورکړې او په نږدې راتلونکې کې به ترې سلګونه ټنه کبان بازار ته وړاندې شي.

د مسوولانو په وینا، په لومړي پړاو کې به د ۷۵ زره کبانو د روزنې په ظرفيت دېرش ډنډونه فعال شي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وايي: «ټولټال دېرش مېلیونه افغانۍ پانګونه کېږي. دا د خلکو او افغانستان ملت لپاره یو مثبت ګام دی.»

ورته مهال، په ننګرهار کې د کب روزنې په برخه کې د پنځو خصوصي شرکتونو له لارې نږدې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او پانګه‌وال وايي، غواړي په‌دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

په ننګرهار کې د کبانو روزونکو ټولنې مرستيال عبدالوهاب ساپی وايي: «که په خپل ملک کې تازه ماهي ولرو، هم به دولت ته د ځمکو ګټه ورسېږي او هم به خصوصي سکټور ته د دې ګټه ورسېږي.»                  

د کبانو روزنې یو شرکت مسوول عابد ايوبي زیاتوي: «اوس چې موږ کوم کارونه په نظر کې لرو، دا د نوي سېسټم سره سمبال کارونه دي.»

کب روزونکی محمد نعيم وايي: «دلته ټولې شاړې ځمکې دي، وایم ابادې شي او خلکو ته په‌کې د کار زمینه برابره شي.»

اخوا د ننګرهار کانال رياست اړوند د کبانو له هغو ډنډونو چې نږدې دوه کاله وړاندې جوړ شوي وو، په لومړي ځل درې ټنه کبان بازار ته وړاندې شوي دي.

د ننګرهار کانال رياست د کبانو روزنې مسوول بلال قريشي وايي: «هر کال لپاره موږ دلته د ماهیانو ذخیره لرو، خپله نسل‌ګیري پرې کوو، له نورو هېوادونو یې نه راوړو، همدلته روزل کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله په لغمان کې هم د نږدې دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د کبانو د ۴۰ فارمونو د جوړولو لړۍ پيل شوه.

د لغمان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رييس محمد ولي محسن وايي: «په مرکز، علیشنګ، دولت‌شاه، قرغه‌يي او لینګار ولسوالیو کې د هر فارم د جوړېدو لپاره زر مټره مربع مناسبه ځمکه په نظر کې نیول شوې ده.»

د کبانو د روزنې متخصصينو په باور که په هېواد کې د کبانو روزنې په برخه کې روانې هڅې لا ګړندۍ او توليد خالص شي؛ له ګاونډيو هېوادونو د کبانو په وارداتو اتکا کمېدلی او زرګونه کسان ور سره پر کار بوختېدلی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه