د روزګان یو شمېر اوسېدونکي د بېروزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د کاري زمینې د برابرولو په پار هلې ځلې وکړي.
دغه کسان چې نن (جعمه) د روزګان مرکز ټرینکوټ ښار کې د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو، وايي، روان ژمي یې ژوند لا ستونزمن کړی دی او له سرپرست حکومته یې غوښتنه وکړه چې دوی ته د کار زمینه برابرې کړي.
د ترینکوټ ښار اوسېدونکی ساعت محمد وايي: «نن مې اتمه ورځ ده، په دوه سوه روپیو مې کار نهدی پیدا کړی، زما دغه غوښتنه ده او غذر دی چې موږ ته یو کار راپیدا شي.»
د ترینکوټ ښار یو بل اوسېدونکی ولي داد زیاتوي: «د کارګرو د ولاړېدو له ځای څخه راغلي یوو، تقریباً شل، دوه ویشت ورځې کېږي چې ما کار نهدی پیدا کړی. دلته هر ځوان همدې حالت کې دی، بچیان یې وږي دي، په کور کې ډوډۍ، چای، غوړي او ګاز نهلري.»
بلخوا، د روزګان سیمهییز مسوولان ډاډ ورکوي چې د پراختیایي پروژو پیلولو سره به د خلکو د بېروزګارۍ ستونزه هواره کړي.
د روزګان والي علی جان احمد وايي: «موږ په نظر کې لرو، په روزګان ولایت کې چې څومره کانونه دي، د هغوی د استخراج لپاره پروژې پیل کړو؛ له دې سره په هره ولسوالۍ کې زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د روزګان اوسېدونکي داسې مهال د وزګارۍ او بېوزلۍ له امله شکایت کوي چې مخکې له دې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو د کاري زمینو له نه شتونه اندېښنه ښودلې وه.
په دې اړه مو اندونه