د کندهار سیمهییز مسوولان په تېرو اتو میاشتو کې پهدې ولایت کې د کوکنارو له کښته د ۶۰۰ جریبه ځمکې د پاکېدو خبر ورکوي.
د دغو مسوولینو په وینا، ډېری په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوایي، شاولیکوټ او میوند ولسوالیو کې د نشهیي توکو کرکېله شوې وه.
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې د کوکنار کرکېله له منځه وړې ده.
د ارغنداب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرستیال حبیبالله طالب وايي: «موږ چې کومه وعده کړې وه، هغه وعده موږ پر ځای کوو، د نشهيي توکو پر وړاندې چې کومې خبرې روانې دي او خلک وايي، چې نه بندېږي، دا دی نن یې تاسو وینئ چې دغه علاقې ته راغلئ او د حاجي صاحب په کور کې په پټ ځای کې تریاک کرل شوي وو، هغه مجاهدینو کشف کړل.»
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: «کوچنیانو په سرای کې کرلي وو، ما خپله هم مات کړل او مجاهدین ورپسې راغلل، هغوی هم مات کړل.»
ورته مهال، یو شمېر کروندګر بیا له سرپرست حکومته غواړي چې دوی ته د بدیلو کښتونو زمینه برابره کړي.
کروندګر محمد افضل وايي: «د دې په بدل کې باید یو بل څه وکرل شي، داسې شیان هم شته لکه انجه، پنبه او داسې نور شیان شته.»
د کندهار اوسیدونکي عبدالباقي زیاتوي: «ځکه چې تریاک ګران دي، هغه خلکو ته یو څه جوړوي، ځکه دلته ډېره بېوزلي ده او د خلکو اقتصاد لږ ضعیف دی؛ نو په همدې خاطر خلک هڅه کوي چې په غلا باندې تریاک وکري.»
دا په داسې حال کې ده چې سږکال د اسلامي امارت مشر د یوه فرمان پر بنسټ، په هېواد کې د نشهیي توکو کرکېله منع اعلان شوه.
په دې اړه مو اندونه