د بدخشان واخان ولسوالۍ اړوند د لوی پامیر په سیمه کې د تنفسي ناروغۍ له خپرېدو وروسته، یوه روغتیایي ډله دې سیمې ته رسېدلې ده.
د دې روغتیایي ډلې مسوول وایي، یاده ناروغي کرونا ته ورته نښې-نښانې لري او دغه ډله د تاجکستان له خاورې پامیر ته تللې ده.
د روغتیایي ډلې مسوول غایب علي وايي: «یو احتمال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ دی او بل احتمال د ډېرې سړې هوا له کبله د سبنه بغل دی.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس عبدالرحمان زاهد زیاتوي: «په پامیرونو کې د یو ډول ناروغۍ د رامنځته کېدو له امله شل کسان شهیدان شوي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له اغا خان دفتر سره په همکارۍ روغتیايي ټیمونه، ډاکټران او درمل د تاجکستان له لارې سیمې ته لېږدولي دي.»
د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ د لوی پامیر اوسيدونکي وایي، پهدې سیمه کې د دې ناروغۍ د خپریدو له امله په تېرو دوو اونیو کې د ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي دي.
د پامیر اوسېدونکی بېردي بای وايي: «پامیر یوه ډېره لرې پرته سیمه ده، له لومړي سره تر پایه پورې کلینیک ته درې څلور ورځې واټن دی او د لویانو او کوچنیانو په ګډون ۲۱ تنه تلفات لرو.»
د پامیر یو بل اوسېدونکی اسلامالدین وايي: «په تېرو دولسو ورځو کې په پامیر کې دا ناروغۍ خپره شوې، موږ نه شو کولای، لاندې دفتر یا مرکز او دولت ته راپور ورکړو.»
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې له هغو ولایتونو څخه دی چې د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي تر څنګ له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه