Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارزګان کې ۲۰ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه محروم دي

د ارزګان ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لاهم شل سلنه ماشومان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ له واکسین څخه بې برخې دي.

سیمه ییز مسوولین وایي، هڅه کوي چې د واکسینو په تازه درې ورځني کمپاین کې دغه ولایت کې نږدې ۲۵۰ زره ماشومان واکسین کړي.

د ارزګان د عامي روغتیا ریاست د پولیو واکسین څانګي مسوول بخت محمد وايي:«د پولیو کمپاین به د ارزګان په ټولو ولسوالیو کې د پخوا په څېر چې کومه ستراټېژي وه، په هماغه طریقه به ان شاالله مخته ځوو. موږ په دغه کمپاین کې ۲۴۵ زره ماشومان ټارګېت لرو چې موږ باید دوی ته رسیده ګي وکړو.»

د ارزګان د عامې روغتیا رییس محمد الله روحاني هم څرګندوي:«موږ د «ان ای ډي» لپاره موږ زنانه نه لرو چې زنانه کورونو ته ولاړې شي، د هغوی لپاره زمینه نه ده مساعده او همدارنګه داسې زنانه هم نشته چې موږ یې پيدا کړو او د خلکو کورونو ته ولاړې شي.»

ورته مهال د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، د ښځینه واکسیناتورانو نشتون د واکسینو د ښه تطبیق پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده. دوی له مسوولانو غواړي چې په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ترینکوټ اوسېدونکی ساعت محمد وايي:«په یوه کور کې چې پنځه ښځې وي، پنځه یې ماشومان دي نر یې یو دانه دی هغه تللی دی په ۵۰۰ روزانه پسې، دا څه پرې وکړي ښځې راوباسي، خو موږ او تاسو ته عیب دی چې ووايي د پلان کي کور واله راوتلې وه.»

اخوا سوېلي حوزه کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولین وایي، د کور په کور واکسینو د لا ښه تطبیق په موخه یې د ښځینه واکسیناتورانو موضوع له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړې ده.

سوېلي حوزه کي د یونېسف عمومي مسوول فرانسیس بسیکو بوتیجي وايي:«د اسلامي امارت حکومت مشرانو موږ سره ژمنه کړې چې د اسلامي او شرعي اصولو سره سم به ښځینه واکسیناتورانو ته د د کور په کور واکسینو د تطبیق په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ویروس مثبتې پېښې په کې شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه