Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د ترکیې د بشرپالو مرستو اومه جوپه هرات ته راورسېده

د ترکیې د بشرپاله مرستو اومه جوپه چې په کې، اوړه، وریجې، غوړ، روغتیايي توکي او جامې شاملې دي، د هرات تورغنډۍ بندر ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې دغه ۵۰۰ ټني جوپه په ځينو ولایتونو کې په اړمنو کسانو ووېشل شي.

هرات کې د ترکیې د بشري مرستو بنسټ مسوول عبدالبصیر اناخېل وویل:«واقعاً هغه کسان چې ډېر مسکین وي، بې وزلي وي، غریب وي چې له رڼې سروې وروسته به هغوی ته ورکړل شي.»

ورته مهال هرات کې د ترکیې کنسولګرۍ مسوولان د افغانستان له خلکو سره د مرستو له دوام ډاډ ورکوي.

هرات کې د ترکیې سرکنسول سینان الیخان څرګنده کړه:«الحمدلله موږ نن د ترکیې د خلکو په مرستو دغه فرصت ترلاسه کړ او دغه مرستې خپلو افغان وروڼو ته چې اړتیا لري، رسوو.»

ځينې بې وزله کسان وايي چې تراوسه له بشرپاله مرستو برخمن شوي نه دي.

څلوېښت کلن فرهاد هرات ښار کې لاسي کراچۍ لري او ورځنی عاید یې تر پنځوسو افغانیو دی. نوموړی چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستې پر غاړه لري وایي، سره له دې چې پراخې نړۍوالې مرستې هېواد ته راغلې، خو تر دې دمه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه:«نه یې موږ ته اوړه راکړل، نه یې غوړ او نه یې هم وریجې، موږ ته یې هېڅ هم نه دي راکړي.»

له څه باندې یوه نیم کال راهیسې د اقتصادي بحران له امله، ډېری هېوادوال له لوږې او ناچارۍ سره مخ دي. د نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو پر پراخو بشري مرستو سربېره، لا هم ډېری هېوادوال په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه