Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د ښځو لپاره دویم ځانګړی بازار پرانیستل شو

د تېرو دوو میاشتو په لړ کې په هرات ښار کې د ښځو دویم ځانګړی بازار هم فعاله شوی دی. په دې بازار کې نږدې پنځوس هټۍ دي چې زیات شمېر ښځې په‌کې خپل لاسي توکي پلوري.

هټۍواله فرزانه نورزۍ په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «ډېره خوښه یم چې موږ ښځې کولای شو له کوره د باندې پلورل کولای شو.»

یوه بله هټیواله صدیقه تمسکي وايي: «کله چې موږ اووه کسان ملاتړ وکړو، زما په څېر سلګونه ښځې دي چې له خپلو کورنیو ملاتړ کوي.»

یوه بله هټیواله مرضیه مظهر وايي: «موږ ډېرې خوښې یوو چې دلته کار کوو، ځکه ټولې ښځې دي او ډېر راحت یوو.»

د لویدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، په وروستیو میاشتو کې سوداګریزو فعالیتونو ته د ښځو او نجونو د لیوالتیا کچه لوړه شوې ده.

د دې خونې د شمېرو پر بنسټ، په تېر یو کال کې په هرات کې نږدې ۴۰۰ میرمنو سوداګریز جوازونه تر لاسه کړي دي.

د لویدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وايي: «دا هغو ښځو ته چې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي، یو هیله ورکوي، څو خپل فعالیتونه ډېر کړي.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولین په دې ولایت کې د ښځو له دغه بازار او د دوی له کار و باره د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل وايي: «د هرات سیمه‌ییزه اداره له هغو مارکېټونو چې د ښځو لپاره جوړ شوي، ملاتړ کوي، په اسلام کې د ښځې حیثیت لوړ دی.»

په تېرو دوو میاشتو کې دا په هرات ښار کې د ښځو دویم ځانګړی بازار دی چې پرانیستل کېږي. اوس مهال په هرات ښار کې د ښځو درې ځانګړي بازارونه فعاله دي چې لسګونه ښځې او نجونې په کې هټۍ لري. زیات شمیر دغه میرمنې د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو مسوولیت پر غاړه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه