د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یوې بهرنۍ موسسې د زرو په شاوخوا کې په نشهيي توکو روږدو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د ارغنداب سیند پر غاړه د استنادي دیوال دا پروژه له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پيل شوې او لګښت يې د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول کیږي.
په دغو کارګرو کې د بېسرپرسته کورنیو وارثین، زیات عمر لرونکي او پر نشهيي توکو روږدي کسان شامل دي او د مسوولینو په وینا دغه پروژه به څلور میاشتي نوره هم وغځېږي.
د پروژې مسوول سلطان محمد وفا وايي: «ګارګران پهدې پروژه کې د سهار له اتو نه د ماسپښین تر دوه بجو پورې کار کوي.»
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی زلمی زیاتوي: «همدا اوس هم زموږ په کلي کې خلک بېکاره دي او زموږ غوښتنه دا ده چې د هغوی لپاره هم د کار زمینه برابره شي.»
د ارغنداب ولسوالۍ مسوولین وايي، په دې ولسوالۍ کې یې د یوې همکارې موسسې په مرسته یو زر او پنځه سوه تنه په رغنیزو پروژو کې پر کار ګمارلي چې شپېته سلنه یې په نشهيي توکو روږدي کسان دي.
ورته مهال هغه کسان چې پهدې پروژه کې کار کوي، د کار زمینې له برابرېدو خوښ دي او هرکلی یې کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی شاه محمد وايي: «مخکې په نشهيي توکو روږدی وم، کار مې خراب و، څه مې نه درلودل، اوس دلته کار کوم، ډېر خوښ یم.»
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر زیاتوي: «نشه مې پرېښودله، دلته کار کوم، ډېر خوښ یم.»
د دې ولسوالۍ د مسوولینو په وینا، له هغه وروسته چې په نشهيي توکو روږي کسان یې په دندو ګمارلي د ولسوالۍ په کچه د غلاوو او جرمونو کچه راټيټه شوې ده او ډېرو په نشهيي توکو روږو کسانو د نشهيي توکو د پرېښودلو هوډ هم کړی دی.
د ارغنداب ولسوال ملا ادم عجمي وايي: «مخکې دوی بېکاره او بېروزګاره و، غلاوې او نشې به یې کولې، خو اوس موسسې دوی دلته په کار ګمارلي.»
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ مسوولین وايي، ۱۸ جریبه ځمکه يې د کوکنارو او بنګو له کښت څخه پاکه کړې او همدارنګه يې د نشهیي توکو د پير او پلور مخه هم نیولې ده.
په دې اړه مو اندونه