Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندوز کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت یو صنعتي کمپلکس جوړېږي

په کندز کې د یوه سوداګر له لوري د لس مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه صنعتي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې.

د کندز سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دې کمپلکس کې چې پر اوویا جریبه دولتي ځمکه جوړېږي، د وریجو او اوړو د پروسس په ګډون، څلور کارخونې فعاله او سلګونه کسانو ته به په‌کې د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رییس امان‌الله حسن وايي: «په‌دې کمپلکس کې څلور مهمې کارخونې جوړېږي او دلته تقریباً زرګونو کسانو ته کار زمینه برابرېږي.»

په همدې حال کې په کندز کې یو شمېر سوداګر او د صنایعو او کانونو ټولنه، د دې صنعتي کمپلکس له جوړېدو خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې د پانګه‌والو د ملاتړ او د سوداګریزو فعالیتونو د پر مخ وړلو په موخه باید په دغه ښار کې یو صنعتي ښارګوټي جوړ کړي.

د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد نسیم زیاتوي: «د دې ځای په جوړېدو سره نه یوازې عادي خلکو ته د کار زمینه برابرېږي، بلکې بزګرانو ته هم د کار زمینه برابرېږي.»

د کندز د صنایعو او کانونو ټولنې رییس عبدالعزیز زرنګ وايي: «دلته ۲۶۰ فعالې او غیر فعالې کارخونې لرو، که زموږ په ښارګوټي کې صنعتي پارک پرانیستل شي، د چاپېریال ساتنې اړتیاوې ورسره هم حلېږي.»

بل‌خوا، د کندز سیمه‌ییز مسوولین په دې ولایت کې د سودګرو د ملاتړ او د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړیدو په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.

د کندز د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد رحیم سیرت وايي: «دا زموږ هیله ده چې دوی راشي دلته پانګونه وکړي، که څه اسانتیاوو ته اړتیا وي او یا کومې ستونزې وي، ان‌شاء الله موږ ورته رسېدنه کوو.»

په کندز کې داسې مهال دغه صنعتي کمپلکس جوړېږي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د وزګارۍ، بې‌وزلۍ او ناچارۍ کچه لوړه شوې ده او خلک هیله‌من دي چې د دې کمپلکس جوړېدو سره به زیات شمېر وګړي د کار و بار خاوندان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه