Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کم‌سارې سړه څپه؛ څه باندې ۲۰۰ زره څاوري له منځه تللي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په وروستیو دوو اوونیو کې په هېواد کې د سړې هوا له امله څه باندې ۲۰۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

یاد وزارت زیاتوي، ډېری دغه څاروي په بلخ، پنجشیر او جوزجان ولایتونو کې له منځه تللي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مصباح‌الدین مستعین وايي: «د افغانستان په شلو ولایتونو کې تقریباً ۲۱۶ زره په اندازه باندې څاروي تلف شوي چې په‌دې کې د ۱۹۹ زره په اندازه باندې یوازې مېږي او وزې دي.»

یو شمېر څاروي لرونکي وايي، سړې هوا او د وښو کمښت دوی سخت ځپلي او له اسلامي امارته غواړي چې په‌دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

څاروی لرونکی محمد نعیم وايي: « موږ هیله لرو چې موسسې له موږ سره مرسته وکړي. زما شپږ پسونه له منځه تللي، ځکه هوا ډېره سړه ده او خوراکي توکي مو نه درلودل.»

محمد شریف زیاتوي: «د سړې هوا له کبله، زموږ شپېته څاروي له منځه تللي، ځکه موږ ورته خوراکي توکي او مناسب ځای نه درلودل.»

عبدالغني وايي: «شپېته څاروي مې درلودل د وښو نه درلودو او سړې هوا له کبله رانه شل مړه شول.»

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په کلیو او بانډو کې د خلکو ژوند د څارویو پر کاروبار څرخېږي او په دومره اندازه د څارویو تلف کېدل به هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه