د هلمند په جګړه ځپلو سیمو کې تر خاورو لاندې ناچاودي توکي او ماینونه د دې ولایت د اوسېدونکو ژوند ګواښي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی سیمې له ماینونو پاکې کړي.
عبدالباري چې د هلمند په سرکار سیمه کې اوسېږي، وايي، د مین په چاودنه کې ټپي شوی او ملګري یې په همدې چاودنه کې وژل شوی دی.
عبدالباري په خپله سیمه کې د مایونونو له وېرې اوس هم ناارامه دی.
د هلمند اوسېدونکی عبدالباري وايي: «ماین راباندې والوت، زه خپله ټپي شوی یم، بل کلیوال مې شهید شو، دلته ډېر ماینونه شته.»
په همدې حال د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه یې په تېر وخت کې د جګړو لومړۍ کرښه وه او په خبره یې اوس هم په خپلو کرنیزو ځمکو کې په ډاډه توګه کرکېله نهشي کولای.
د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی فرید احمد زیاتوي: «له ډېر وخت راهیسي دا ځای د جګړې ډګر و؛ نو هرو مرو، پهدې ځای کې د ټانکونو او انسانانو لپاره ډېر ماینونه ښخ شوي دي.»
د سر نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحیم وايي: «دا سیمه چې ده، دلته ډېرې پېښې شوې دي، هغه بله ورځ هم یو ماین وچاود، ښايي دلته نور مایونونه هم وي. داسې څوک دې پیدا شي چې دا ماینونه پیدا کړي، څو د خلکو د کرنې ځمکې ترې پاکې شي.»
بل خوا د هلمند سیمه ییز مسوولین وايي، چې له تېر یوه کال راهیسي د ناچاودو توکو له امله لسګونه پېښې رامنځته شوې او د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکوي.
د هلمند والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «د ناچاودو توکو په اړه موږ مالومات تر لاسه کوو، موږ او مایت پاکۍ موسسه په ګډه کار کوو، تر څو له دې بدبخته شي څخه زموږ ولسونه وژغورل شي.»
د هلمند تر څنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر خاورو لاندې ناچاودو توکو او مایونو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه