په پکتیا کې د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.
د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي، په وروستیو کې د پاکستان او ایران د ویزه غوښتونکو شمېر خورا زیات شوی دی.
دوی وایي چې ډیری لوستي ځوانان د کاري فرصتونو د نهشتون او اقتصادي ستونزو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سياحتي شرکت مسوول عمران خپلواک وايي: «پهدې کې ډېری کسان چې موږ ته راځي او د ویزو غوښتنه کوي، هغه لوستي کسان دي.»
د سياحتي شرکتونو عمومي استازی طلا محمد رودوال وايي: «مخکې تقریباً څلوېښت فیصده وې، اوس تقریباً اتیا یا نوي فیصده خلک غوښتنه کوي، هر دفتر ته شل تر دېرشو پورې کسان ورځي او د پاکستان یا ایران د ویزو غوښتنه کوي.»
ورته مهال، په پکتیا کی یو شمېر لوستي ځوانان له سرپرست حکومته غواړي چې د کاري زمینو برابرولو سره دې بهرنیو هیوادونو ته د کادرونو د تلو مخنیوی وکړي.
د پکتيا اوسېدونکی حکمتالله راشديار وايي: «کوم افغانان ورونه چې له هېواده بهر ځي، باید موږ ورته د کار زمینه برابره کړو.»
د پکتيا اوسېدونکی محمد خالد وايي: «شپاړس کاله یا اتلس کاله خلکو درسونه ویلي، روزګار نهشته، کار نهشته.»
خو د پکتیا ځایي مسوولان بیا وایي، د دولتي بنسټونو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي څو وړ کسان په دنده وګومارل شي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد رحيم نصرت وايي: «هغه څوک چې په شرایطو برابر وي، هغوی کولای شي په دولتي برخه کې دنده اجرا کړي، هغوی چې په شرایطو باندې برابر نهوي، که هغه مجاهد دی او که عام دی، هغوی بیا نهشي کولای په دولتي اداره کې کار وکړي.»
د یادونې ده چې په تیرو نږدې دوو کلونو کې په هیواد کې د وزګارۍ او اقتصادي بحران له امله د کډوالۍ کچه لوړه شوې.
په دې اړه مو اندونه