بامیانو کې د ځينو خصوصي رسنیو مسوولان وایي، وروستیو میاشتو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او له همدې امله یې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی.
د هغوی په وینا، کهچېرې وضعیت همدا ډول دوام وکړي اړ دي چې خپلو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږي.
بامیانو کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول حمیدالله عارفي وویل:«د تېر پرتله زموږ کارکوونکي کم شوي دي، هم یې معاش کم شوی او هم یې شمېر.»
بامیانو کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ مسوول مرتضی احمدي هم وايي:«کهچېرې همدا ډول دوام پیدا کړي، شونې ده په نږدې راتلوونکي کې د رسنیو د دروازو تړو ته اړ شوو.»
په همدې حال د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو ملاتړ کوي.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الرحمان محمدي څرګندوي:«د همکارو موسسو له لارې وکولای شي زموږ د خصوصي رسنیو ملاتړ وکړي.»
رسنیز فعال میثم نظري وویل:«هغه عامل چې د رسنیو د کار د درېدو لامل شوی دی، بد مالي وضعیت دی.»
د بامیانو د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې تر لسو زیاتې غږیزې او چاپي خصوصي او دولتي رسنۍ فعالیت کوي.