Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل مېشتي: خلک د افغانیو بانک‌نوټونو په ساتلو کې بې پروا دي

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وايي چې ډېری هېوادوال د افغانیو د بانک‌نوټونو په ساتنه کې بې پروا دي، له همدې امله بانک‌نوټونه ژر زړېږي.

د هغوی په وینا، په افغانستان کې د ورځې د راکړې ورکړې ټولې معاملې په فېزیکي پیسو ترسره کېږي او هېوادوال په ځانګړې توګه د سړک غاړو ته پلورونکي د پیسو ساتنې ته جدي پاملرنه نه کوي.
 
نانوای ظریف وايي:«له غوړ لاس سره حتا چې لوند هم وي پیسې لوله کوي او په جېب کې یې اچوي، که چېرې د هغې سمه ساتنه وشي، ستونزه نه رامنځته کېږي.»

هټۍوال محمد سرور هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده که چېرې د دې وس وي چې له بانکي کارټونو چې په بهرنیو هېوادونو کې دود دي جوړ شي، زښته خوشحاله کېږو.»

بل خوا، د افغانستان بانک وایي، چې دغه بانک هر ځل د نویو پیسو د چاپولو لپاره خورا ډېرې پیسې ورکوي. دغه بانک له ټولو هېوادوالو غواړي چې د دغو بانکنوټونو ساتنې ته پام وکړي.
 
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:«که چېرې موږ د بانک‌نوټونو ساتنې او خوندیتوب ته پاملرنه وکړو، موږ کولای شو هغه لګښت چې د نویو بانک‌نوټونو د چاپ لپاره لګول کېږي، هغه په بیخ بنسټیزو پروژو ولګوو.»

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک پر خصوصي بانکونو د ۱۰۰ مېلیونه نویو چاپ شویو افغانیو وېش پېل کړی دی، خو د صرافانو ټولنه د دومره پېسو وېش د زړو پیسو د راټولو لپاره کافي نه ګڼي.

د افغانستان بانک وایي، چې دغه بانک هر ځل د نویو پیسو د چاپولو لپاره خورا ډېرې پیسې ورکوي. دغه بانک له ټولو هېوادوالو غواړي چې د دغو بانکنوټونو ساتنې ته پام وکړي.

تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وايي چې ډېری هېوادوال د افغانیو د بانک‌نوټونو په ساتنه کې بې پروا دي، له همدې امله بانک‌نوټونه ژر زړېږي.

د هغوی په وینا، په افغانستان کې د ورځې د راکړې ورکړې ټولې معاملې په فېزیکي پیسو ترسره کېږي او هېوادوال په ځانګړې توګه د سړک غاړو ته پلورونکي د پیسو ساتنې ته جدي پاملرنه نه کوي.
 
نانوای ظریف وايي:«له غوړ لاس سره حتا چې لوند هم وي پیسې لوله کوي او په جېب کې یې اچوي، که چېرې د هغې سمه ساتنه وشي، ستونزه نه رامنځته کېږي.»

هټۍوال محمد سرور هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده که چېرې د دې وس وي چې له بانکي کارټونو چې په بهرنیو هېوادونو کې دود دي جوړ شي، زښته خوشحاله کېږو.»

بل خوا، د افغانستان بانک وایي، چې دغه بانک هر ځل د نویو پیسو د چاپولو لپاره خورا ډېرې پیسې ورکوي. دغه بانک له ټولو هېوادوالو غواړي چې د دغو بانکنوټونو ساتنې ته پام وکړي.
 
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:«که چېرې موږ د بانک‌نوټونو ساتنې او خوندیتوب ته پاملرنه وکړو، موږ کولای شو هغه لګښت چې د نویو بانک‌نوټونو د چاپ لپاره لګول کېږي، هغه په بیخ بنسټیزو پروژو ولګوو.»

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک پر خصوصي بانکونو د ۱۰۰ مېلیونه نویو چاپ شویو افغانیو وېش پېل کړی دی، خو د صرافانو ټولنه د دومره پېسو وېش د زړو پیسو د راټولو لپاره کافي نه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه